خرید بک لینک

ميمنه (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٥): چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د فارياب په شېرين تګاب ولسوالۍ کې دوه پوليس او دوه ملکي وګړي وژلي دي.

د شېرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهريک د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دوه پوليس چې پرون د اختر لپاره د خپلو معاشونو ترلاسه کولو لپاره اندخوی ولسوالۍ ته په لاره وو، د وسله والو طالبانو له لوري وتښتول شول.

هغه زياته کړه چې طالبانو تر نيولو وروسته دغه پوليس وژلي دي.

بلخوا ولسوال وايي چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ د استانه بابا په سيمه کې دوه ملکي وګړي چې سره وروڼه وو، وژلي دي.

د دغو وژل شوو ځوانانو پلار ملا عبدالستار پژواک ته وويل چې دوه زامن يې غريبکاره وو او له هېڅ حکومتي يا غير حکومتي ډلې سره يې تړاو نه درلود.

دى وايي چې دوى له استانه بابا سيمې کډوال شوي وو، خو دا چې څو ورځې مخکې د دوستم له خوا ياده سيمه تصفيه شوه، نو زامن يې بېرته خپلې سيمې ته ولاړل.

هغه زياتوي: ((موږ خبر نه وو چې سيمه بېرته طالبانو نيولې، کله چې مې زامن هلته تللي، نو د طالبانو له خوا نيول شوي او بيا وژل شوي دي.

د شېرين تګاب ولسوال هم ومنله چې دولتي ځواکونو او سيمه ييزو دولت پلوه ځواکونه له استانه بابا سيمې وتلي او سيمه طالبانو نيولې ده.

د هغه په وينا، په دې سيمه کې چې ٥٠ کلي دي او زرګونه خلک په کې اوسېږي، څه موده مخکې د دوستم په مشرۍ تر عملياتو وروسته تصفيه شوې وه، خو چې کله ځواکونه له سيمې ووتل، نو طالبانو بېرته سيمه ونيوه.

بلخوا د دې سيمې يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې تېره شپه په يوه نښته کې ١٢ سرتېري او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: شنبه 12 تير 1395 ساعت: 3:30

صفحه بندی