خرید بک لینک

ترينکوټ (پژواک، ٧ چنګاښ ٩٥): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د دغه ولايت د سولې شورا پخوانى رييس او قومي مشر ووژل شو.

د اروزګان يوې امنيتي سرچينې د چنګاښ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه قومي مشر ډاکتر عبدالباقي نومېده او د مرکز ترينکوټ اړوند د شاه ظفر سيمې اوسېدونکی و.

سرچينه وايي، وسله والو پر نوموړي قومي مشر او پخواني جهادي قوماندان هغه مهال ډزې کړې چې هغه په يوه دوکان کې ناست و.

د سرچينې په حواله، په دغه بريد کې عبدالباقي ځاى پر ځاى وژل شوی او بريدګر له سيمې په تېښته بريالي شوي دي.

له بلې خوا د وژل شوي جهادي قوماندان زوى او په دغه ولايت کې مدني فعال عزت الله لطيفي پژواک ته وويل چې پلار يې پرون ناوخته د ولايت مقام په څو مترۍ کې وژل شوی دى.

هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونه د بريدګرو په نيولو کې پاتې راغلي او د پلار قاتلين يې په ډاډه زړه له سيمې تښتېدلي دي.

د يادونې ده، ډاکتر عبدالباقي د اروزګان د عامې روغتيا او د سولې شورا د ولايتي کمېټې د رييس په توګه هم دندې ترسره کړې وې.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: دوشنبه 7 تير 1395 ساعت: 14:27

صفحه بندی