خرید بک لینک

پل علم (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٥): د لوګر چارواکي وايي چې د ملي امنيت ځواکونو له چاودېدونکو توکو ډک هغه موټر نيولى، چې کابل ته يې لېږدول.

د لوګر د والي وياند سليم صالح دچنګاښ په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو نن دا هينو موټر د ولايت مرکز اړونده سيمه کې نيولى دى.

هغه زياته کړه چې په دې موټر کې ١٥٠٠ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي نيول شوي، چې کابل ښار ته د ورانکاره کارونو لپاره لېږدول کېدل.

د صالح په وينا، دې توکو سره د تړاو په تور دوه کسان نيول شوي او اوس ترې پوښتنې روانې دي.

د والي وياند دغه راز وويل چې نن د ولايت د مرکز اړونده د الوزيو په سيمه کې د يوې نښتې په ترڅ کې درې وسله وال طالبان نيول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: شنبه 5 تير 1395 ساعت: 18:49

صفحه بندی