خرید بک لینک

کندهار (پژواک، ۲ چنکاښ ۹۵): د کندهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، د دې ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د دريو ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړوي چې لګښت يې د ملي پيوستون له پيسو ورکول کېږي.

دغه درې ودانۍ د ملالۍ ميوندي، سيد محمد اغا په نوم ښوونځيو او د غازي محمد ايوب خان په نوم د يوې ليسې دي چې د جوړولو چارې يې د کندهار د پوهنې د رييس عبدالقادر پيوستون، د ميوند د ولسوال حاجي عبيدالله او د قومي مخورو له خوا پيل شوې.

د کندهار د پوهنې رييس عبدالقادر پيوستون پژواک خبري اژانس ته وويل، يادو شوو دريو ښوونځيو له دې مخکې ودانۍ نه لرلې او زده کوونکو يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کولې.

هغه زياته کړه، دغه ودانۍ د ملي پيوستون د پروګرام اړوند د ١٦ ميليونه افغانيو په لګښت د دريو مياشتو په موده کې جوړېږي.

د ده په خبره، هر ودانۍ به ٨ تدريسي خونې، اداره، اړوند نور ملحقات او د ښوونکو او زده کوونکو لپاره ګڼې اسانتياوې ولري.

پيوستون خوښي وښودله چې د دې ولسوالي اوسېدونکو او مخورو ورسره منلې چې د ملي پيوستون پروګرام يوه اندازه پيسې د خپلو اولادونو د پوهنې د ودې په موخه ولګوي.

ده يادونه وکړه چې د کندهار والي د ولسواليو له ولسوالانو او قومي مشرانو څخه غوښتنه کړې، هغه پيسې چې د ملي پيوستون پروګرام له لارې د ولسواليو اوسېدونکو ته د اړتيا وړ بيارغنيزو چارو لپاره ورکول کېږي، يوه اندازه دې يې د ښوونځيو لپاره د ودانيو پر جوړولو ولګول شي.

د ده په خبره، داسې به پيسې په بنسټيزو پروژو لګېدلي وي او د پوهنې د کيفيت او کميت د ودې لپاره به هم کار شوى وي.

د ميوند ولسوال حاجي عبيدالله خوښي وښودله چې په دې ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره کليوالي شوراګانې او په خپله ولس دې ته چمتو شوى چې د ملي پيوستون يوه اندازه پيسې د ښوونځيو د جوړېدو لپاره ځانګړې شي.

هغه وويل، له خلکو سره به په ګډه د پوهنې د ودې لپاره کار کوي.

د ميوند ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي جمال پژواک اژانس ته وويل، دا په خپله د دوى غوښتنه هم ده چې د ملي پيوستون له لارې همداسې بنسټيزې او تلپاتې پروژې پلي شي چې ګټه يې د يوه او دوو کليو لپاره نه، بلکې د ټولې ولسوالۍ لپاره ده.

د پوهنې رياست د تشکيل له مخې په ميوند کې ١٧ بابه ښوونځي شته چې له دې ډلې ١٤ يې پرانيستي دي.

د يادونې ده چې په کندهار ښار او ولسواليو کې که له يوې خوا شاوخوا ٦٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او ډېرى زده کوونکي په دوبي او ژمي کې تر شنه اسمان لاندې او يا په خېمو کې زده کړې کوي، له بلې خوا کندهار په خپل تشکيل کې ٤٥٤ بابه ښوونځي لري، چې ٣٠٧ يې فعال او ١٤٧ نور يې د بېلاپېلو ستونزو له امله تړلي دي.

د ښوونځيو لپاره د ودانيو د کمښت د پوره کولو لړۍ د دې ولايت د والي په لارښوونه پيل شوې او ټاکل شوې چې د ملي پيوستون د پروګرام له لارې په ژيړۍ، پنجوايي، ميوند او نېش ولسواليو کې ١٢ نور ښوونځي هم جوړ کړي.

دغه راز د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د پوهنې وزارت په بوديجه به هم د روان کال تر پايه د ١٦ بابه ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې شي او د ٤٨ ښوونځيو ودانۍ به ترميم شي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: پنجشنبه 3 تير 1395 ساعت: 7:30

صفحه بندی