خرید بک لینک

کابل (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٥): د افغانستان له پانګونې څخه د ملاتړ اداره (ايسا) په هېواد کې د پانګونې د کمپاين د پيلولو ترڅنګ ويلي، چې په تېرو ١٤ کلونو کې په افغانستان کې له ٢٥ ميلياردو ډالرو ډېره پانګونه شوې ده.

د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ياد کمپاين د پرانېستې په مراسمو کې وويل، چې د پانګو د راجذبولو يو مهم پروګرام نن پيل شو او نوموړى به په خپله هم د ياد کمپاين د برياليتوب لپاره کار وکړي.

نوموړي زياته کړه چې افغانستان د پانګونې لپاره يو مناسب هېواد دى، ځکه د دغه هېواد طبيعي زېرمې نه دي راسپړل شوې او افغان حکومت چمتو دى، څو د کورنيو او بهرنيو پانګوالو لپاره مهمې اسانتياوې رامنځته کړي.

عبدالله زياته کړه، چې حکومت به د پانګونې د جذب او د ياد کمپاين د برياليتوب لپاره هلې ځلې وکړي.

دغه راز نوموړي څرګنده کړه چې د بهرنيو چارو وزارت ته به د افغانستان د سفارتونو او قونسلګريو له لارې دنده وسپارل شي، څو د دغه پروګرام د عملي کولو په برخه کې له هېواده بهر همکارۍ هم ترلاسه کړي.

د ايسا مشر محمد قربان حقجو په ياده غونډه کې وويل چې په افغانستان کې د پانګونې کمپاين په ملي او نړيواله کچه د رسنيو، ټولنيزو شبکو، سفارتونو، او له هېواده بهر د افغانستان د قونسلګريو او دغه راز په افغانستان کې د بهرنيو سفارتونو له لارې مخ ته وړل کېږي.

د هغه په وينا، د دغه پروګرام له لارې به د کرنې، صنايعو، انرژۍ او ودانيزو چارو په برخه کې د پانګونې د پانګوني د فرصت په اړه د کورنيو او بهرنيو پانګوالو لپاره په ډېر جزيياتو سره معلومات وړاندې شي.

هغه وويل چې "په افغانستان کې پانګونې" تر نوم لاندې د دغه پروګرام يوه ځانګړې پاڼه به د دغه کمپاين يوه برخه وي.

د هغه په وينا، په دغه ځانګړې پاڼه کې د نفوس، جغرافيوي موقعيت، اقتصادي شمېرو،د پانګونې لپاره فرصت او نورو برخو کې د افغانستان په اړه بشپړ معلومات په لسو ژبو چمتو شوي او په ياده پاڼه کې خپاره شوي دي.

دغه راز نوموړي وويل چې په دې اړه نيمه دقيقه يي معلومات هم چمتو شوي چې د رسنيو له لارې به د هېواد په داخل کې خپاره شي.

نوموړي زياته کړه چې دغه پيته به د افغانستان سفارتونو له لوري له هېواده بهر په ځينو پروګرامونو لکه نندارتونونه او نورو کې نندارې ته وړاندې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې لومړي مرستيال خانجان الکوزي، د دغه پروګرام له پيل څخه د هرکلي ترڅنګ،د اقتصاد په برخه کې د حکومت کړنې وستايلې.

هغه زياته کړه: "حکومت سږ کال له امنيت وروسته د اقتصاد په برخه کې ډېر پام کړى او لومړيتوب يې ورکړى، هره ورځ وينو چې د سوداګرو د ستونزو حل لپاره اقدام کېږي او هره ورځ يو نوى اقتصادي پروګرام پيلوي."

نوموړي وويل، چې په تېرو ١٤ کلونو کې هم د حکومت له لوري اقتصادي پروګرامونه پيلېدل، خو د کاغد پر مخ به پاتې و او عملي بڼه يې نه خپلوله.

الکوزي له حکومت وغوښتل چې د هېواد د پرمختګ لپاره تر ډېره د کورنيو توليداتو ودې او کرهنې پراختيا ته پام وکړي.

دغه راز په دغو مراسمو کې د هېواد هنرمند فرهاد دريا افغانستان کې د پانګونې د افتخاري سفير په توګه اعلان شو.

هغه وويل، هڅه به وکړي چې په افغانستان کې د پانګونې د اسانتياوو لپاره بهرنيو پانګوالو ته معلومات ورکړي.

همدارنګه هغه زياته کړه، په پام کې لري چې د "دريا سټايل" په نوم د جامو يو وارداتي شرکت په کابل کې د شغل پيدا کولو په موخه پرانېزي.

د ايسا ادارې چارواکو وويل چې په افغانستان کې په تېرو څوارلسو کلونو کې د هوايي چلند، مخابراتو، ودانيزو چارو، پوهنې، روغتيا او نورو برخو کې ډېره پانګونه شوې ده.

حقجو وويل چې دا يوه ښه لاسته راوړنه ده، خو بايد په افغانستان کې لا ډېره پانګونه وشي ځکه په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمينه برابره ده.

د ايسا ادارې په خپرونه کې په افغانستان کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه راغلي، چې افغانستان د دريو تريليون ډالرو په ارزشت معدني توکي او منرالونه لري.

دغه راز په دغه خپرونه کې راغلي، چې افغانستان اوسمهال ٦٠٠ ميګاواټه برېښنا توليدوي، خو د ٢٣٠٠٠ ميګاواټه اوبو برېښنا، شا وخوا ٤٠٠٠ ميګاواټه ګازي برېښنا او ١،٥ مېګاواټه بادي برېښنا د توليد وړتيا لري.

دغه راز سرچينې ليکلي چې په افغانستان کې د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، مسکن رامنځته کولو، سړک جوړونې او نورو برخو پانګونې ته ښه زمينه برابره ده.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: سه شنبه 1 تير 1395 ساعت: 2:45

صفحه بندی