خرید بک لینک

کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٤): نن د کابل ښار د چارو ادارې او کانونو وزارت ودانيو ته څېرمه ځانمرګى بريد شوى چې په پايله کې يې يوازې بريدګر وژل شوى دى.

عيني شاهدان وايي چې نن مازديګر شاوخوا څلور بجې يوه پلي ځانمرګي بريد کوونکي د يادو دوو ودانيو مخې ته ځان ته چاودنه ورکړه.

د چارو ادارې يوه کارکوونکي حسيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل: "کله چې له دفتر بهر او د اوبو فوارې ته رسېدلى وم چې چاودنه وشوه او له هغه وروسته مې يوازې د ځانمرګي ټوټې شوى بدن وليد او بس."

هغه زياته کړه چې د چاودنې غږ ډېر لوړ و چې له امله يې د کانونو وزارت د سړک د لوري ځينې ښيشې هم ماتې شوې دي.

د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې هم راغلي چې په دغه بريد کې يوازې بريدګر له منځه تللى دى.

سرچينې زياته کړې چې ځانمرګي بريدګر د دويمې حوزې په اړوند ساحه کې د ماليې وزارت مخې ته په عمومي سړک کې ځان ته چاودنه ورکړې چې په پايله کې يې يوازې بريدګر وژل شوى او بل چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.

د ويلو ده چې د ماليې وزارت د کانونو او چارو ادارې مخامخ پروت دى.

- - , .

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: چهارشنبه 19 اسفند 1394 ساعت: 20:57

صفحه بندی