کابل (پژواک، ۱۸کب ٩٤): د کابل پوليسو د تېرې سلواغې له ۲۷مې تر اوسه د ۱۴۳ جنايي جرمونو په تړاو د دریو مېرمنو په ګډون ۲۹۷ تنه نيولي دي.
دا څرګندونې د کابل پوليسو د ١٠١ اسمايي زون قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي نن خبريالانو ته وکړې.
د هغه د معلوماتو له مخې، په ياده موده کې په کابل ښار او ځينو ولسواليو کې د درېيو مېرمنو په ګډون شپږ تنه د انسان تښتونې، ۲۳ تنه د قتل، ١۱۰ تنه د غلاوو، درې تنه د ناقانونه وسلو ګرځولو، ۵۵ تنه د نورو د ټپي کېدو، ۴۴ تنه د اخلاقي جرمونو، ۲۸ لارشکوونکي او پاتې نور يې د نشه يي توکو د پلور په تړاو نيول شوي دي.
رحيمي وويل: "د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون پوليسو د چاڼيزو عملياتو پر مهال درې مقناطيسې ماينونه او د بي اېم يو پنځه مرمۍ کشف او شنډ کړي دي."
هغه وايي چې په ياده موده کې پوليسو ۱۹ غلا شوي موټر هم ترلاسه کړي او له دې ډلې يې درې کرولا موټر نن خپلو څښتنانو ته وسپارل.
د ده په وينا، پوليسو په دې موده کې پنځه تومانچې، شپږ کلاشينکوفونه او پنځه چره يي ټوپک هم نيولي دي.
د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندان وايي چې د کابل پوليسو په ياده موده کې ۷۶ کيلو چرس، ۵۷ کيلو ترياک، ۳۹۸ بوتله الکولي مشروبات او ۸۰۰ لېتره له مميزو جوړ شوي شراب هم کشف او ضبط کړي دي.
رحيمي زياته کړه چې په ياده موده کې ۲۰۶ کوڅه ډبي چې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې يې خلک ځورول هم نيول شوي او تر ضمانت اخيستو وروسته خوشي شوي دي.
د کابل د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ د سلواغې په شلمه ويلي و چې پوليسو يوې مياشتې په اوږدو کې د ۱۴۷ جنايي جرمونو په تړاو د دوو ايرانيانو په ګډون ٣١٨ تنه نيولي دي.
- - , .
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان