خرید بک لینک

جلال اباد (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٥): د ډيورنډ پر فرضې کرښې تورخم د تېرې شپې تر جګړې وروسته اوس وضعيت ارام دى، خو دغه بندر د خلکو او موټرو پر مخ تړل شوى دى.

تېره شپه شاوخوا نهه بجې وروسته له هغه په تورخم کې د افغانستان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته پيل شوه چې پاکستاني لوري يو ځل بيا پر تورخم بندر د دروازې او اغزن تار د لګولو هڅه وکړه، خو افغان ځواکونو يې مخه ونيوه.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غبرګولي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې جګړه دوه ساعته دوام وکړ او تر هغې وروسته ودرېده.

خو نوموړى وايي چې تر څو نورو ساعتونو پورې هم په سيمه کې حالات کړکېچن وو او خال خال ډزې کېدلې.

د نوموړي په وينا، په دې جګړه کې يو افغان سرحدي سرتېرى خپل ژوند له لاسه ورکړى او پنځه نور ټپیان شوي دي.

خو په ختيځ کې د ٣٠١ سرحدي زون درستيزوال محمد ایوب حسین خېل په سيمه کې پژواک اژانس ته وويل چې په دې نښته کې شپږ سرتېري ژوبل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((افغان ځواکونو په ډېرې ميړانې سره مقاومت وکړ او دښمن ته يې غاښ ماتوونکى ځواب ورکړى دى.))

د نوموړي په وينا، تر څو پورې چې په بدن کې يې يو څاڅکى وينه وي، له خپلې خاورې به دفاع کوي.

د والي وياند وويل چې والي سليم خان کندوزي او د ولايتي شورا رييس احمدعلي حضرت شېبه په شېبه د جګړې له احوال څخه ځان خبرولو او په بېلابېلو برخو کې سیمې ته د منسوبينو لپاره مرستې ولېږلې .

د هغه په وينا، د ننګرهار والي په لارښوونه سیمې ته نږدې لس مجهز امبولانسونه لېږل شوي وو، تر څو د اړتيا پر مهال مرسته وکړي .

بلخوا تېره شپه ولسمشر او د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان اشرف غني ټولو ځواکونو ته امر کړى و چې له خپلې خاورې څخه دفاع وکړي.

نن سهار کم شمېر مسافر له تورخم څخه د اوښتو په موخه راغلي وو، خو دا چې لاره بنده وه، هغوى بېرته ستانه شول.

په تورخم کې يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې د افغان ځواکونو د هاوانونو او نورو وسله په بريدونو کې د ډيورنډ پولې پورې غاړه کې د پاکستاني ځواکونو پوستې او نور دفترونه سوځول شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې تر شلو زياتو پاکستاني سرتېرو او ملېشو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا پاکستاني رسنيو خبر ورکړى چې پوځ له نن سهاره په تورخم او لنډي کوتل (لواړګي) سيمو کې پر ګرځېدو بنديز لګولى او خلکو ته يې ويلي دي چې له خپلو کورونو څخه دې نه وځي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: دوشنبه 24 خرداد 1395 ساعت: 13:51

صفحه بندی