
کابل (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٥): د القاعدې مشر ايمن الظواهري په يوه پيغام کې د وسله والو طالبانو نوي مشر ملا هبت الله سره د بيعت اعلان کړى دى.
وروسته له هغه چې تېره مياشت د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د طالبانو مشر ملا منصور د امريکا د بې پيلوټه الوتکې بريد کې ووژل شو، دغې ډلې ملا هبت الله د خپل نوي مشر په توګه وټاکه.
د القاعدې مشر ايمن الظواهري په يوه غږيز پيغام کې چې د غبرګولي په ٢٢مه، د دغې ډلې لخوا په انټرنټ کې خپور شوى، د طالبانو نوي مشر ملا هبت الله سره د بيعت اعلان کړى دى.
ظواهري په دغه ١٤ دقيقه يي غږيز پيغام کې زياته کړې : (( د القاعدې د مشر په توګه زه د طالبانو مشر ملا هبت الله سره بيعت کوم ، ځکه چې زموږ پخواني مشر اسامه بن لادن هم د طالبانو د ډلې ملاتړ کړى و. ))
د يادونې ده، چې په ٢٠١١ زېږديز کال کې د امريکا په هوايي عملياتو کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته ايمن الظواهري د القاعدې نوى مشر ټاکل شوى دى.
د القاعدې مشر په داسې حال کې د طالبانو له نوي مشرسره د بيعت اعلان کړى چې امريکا په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د عملياتو لپاره د خپلو ځواکونو واکونه زيات کړي دي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان