ناګپور، هندوستان (پژواک، ١٩ کب ٩٤): افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ وهونکي احمد شهزاد محمدي په ډاګه کړه چې له سکاټلېنډ هېواد سره د تېرې شپې د لوبې پر مهال يې يوه شېبه داسې احساس کړه چې ګواکې لوبه يې له لاسه وځي.
د افغانستان د کرکـټ ملي لوبـډلې تېره شپه د هندوستان په ناګپور ښار کې د کرکټ شل اووريز نړيوال جام سياليو په خپلې لومړۍ لوبه کې سکاټلېنډ ته ماتې ورکړه.
افغانستان په دې لوبه کې سکاټلېنډ ته په ٢٠ اورونو کې د ١٧١ منډو هدف ورکړى و چې سکاټلېنډي لوبغاړو په لومړیو کې ډېره ښه لوبه پيل کړه او د پيل دوو لوبغاړو ٨٥ تېزې منډې جوړې کړې.
د افغانستان تېز توپ وهونکي لوبغاړي په پرونۍ لوبه کې په زړه پورې ٦١ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
هغه تر لوبې وروسته په خبري کنفرانس کې وويل چې د سکاټلېنډ د لومړيو دوو توپ وهونکو اوږده ملګرتیا دوی اندېښمن کړي وو.
ده زياته کړه: ((د دې ملګرتیا پر مهال موږ داسې احساس کې چې لوبه به مو له لاسه ووځي.))
خو شهزاد وويل چې د افغانستان توپ اچوونکو او په ځانګړي ډول (سپنرانو) وښوده چې په هر سخت حالت کې بېرته د لوبې پايله بدلولای شي.
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوی لوبډله د هند له ويشتن ځايونو او هوا سره ډېره ستونزه نه لري.
هغه زياته کړه: ((دا نړيوال جام زموږ لپاره ډېر مهم دی، موږ له میدان او هوا سره بلد يو، ځيني نور هېوادونه د هند له هوا او ميدانونو سره بلد نه دي.))
د تېرې شپې د لوبې په اړه شهزاد محمدي وويل چې د ناګپور لوبغالي ويشتنځای (پېچ) يوه اندازه سست و او همدا لامل وو چې دوی له اټکل شوي هدف څخه ٢٠ يا ٢٥ منډې کمې جوړې کړې.
شهزاد وايي: ((د هر توپ وهونکي هيله وي چې ډېرې منډې جوړې کړي، ما هم د سليزې هيله لرله، خو پېچ ورو و او تېزه لوبه نه کېده.))
د افغانستان او سکاټلینډ د لوبې پر مهال يو شمېر افغان مينه والو په ټولنيزو شبکو کې د لوبډلمشر اصغر ستانکزي پر لوبې نيوکه کوله چې سسته لوبه يې کوله.
خو شهزاد محمدي د ستانکزي د لوبې د ستاينې تر څنګ وويل چې نوموړي ته د روزونکي له خوا ويل شوي وو چې تر پايه لوبه وکړي.
شهزاد زياته کړه: ((ستانکزي ته چې کومه دنده سپارل شوې وه، هغه يې سرته ورسوله، د هغه همدا مسووليت و چې وېکټ وساتي او هغه يې وکړل.))
د هغه په وينا، دا چې سکاټلېنډ په تېزۍ سره هدف ته روان و، نو دا د روزونکي مشورې او روزنه وه، چې افغان توپ اچوونکو وکولى شول د هغوى مخه ونيسي.
بلخوا ګڼ شمېر افغانان د افغانستان زنده باد او سرلوړې دې وي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شعارونو په بدرګې سره د ناګپور کرکټ سټډيوم ته راغلي وو.
له افغان مينه والو څخه چې د يادې لوبې نندارې ته راغلي وو، ځينو يې پر مخ د افغانستان درې رنګه بيرغ جوړ رسم کړی و او ځينو په دغه بیرغ په لاسونو کې نیولی و.
يوه افغان مينه وال حاجي بنګي خان چې د پکتيا ولايت اوسېدونکی دی، وايي چې له مودې راهيسې د دغو سياليو ليدلو ته سترګې په لاره و.
هغه پژواک ته زياته کړه: ((زه همدلته په هند کې اوسېږم، نور وخت به مې خپله لوبډله په تلويزيون کتله، خو اوس چې دا لوبې په هند کې دي، نو ما ويل چې هرو مرو به ورځم.)).jpg)
د نوموړي په وينا، په کرکټ لوبه کې د لوبغاړو ملاتړ مهم کار دی لوبغاړي ورڅخه مورال اخلي.
د پرون لوبې په نندارچيانو کې له کابله راغلې يوې کورنۍ چې دوه ماشومان هم ورسره دي هم شامله وه.
رحيم الله چې د يادو ماشومانو پلار دی، پژواک خبري اژانس ته وويل چې هند ته د درملنې لپاره راغلي، خو په پام کې لري چې د افغانستان د کرکټ لوبې به هم ګوري.
نوموړي چې د افغانستان بيرغ یې پر مخ رسم کړی، وويل: ((دا يوه لويه ورځ ده چې افغانستان په نړيوال جام کې د ګوتو په شمېر له هېوادونو سره لوبېږي ))
- - , .
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان