
شبرغان (پژواک، ١٦ غبرګولى ٩٥): د جوزجان ولايت د حج، ارشاد او اوقافو رياست له لوري د لومړي ځل لپاره د تعويذ ليکونکو دوکانونه وتړل شول او د دوى فعاليتونه له جعل او چل څخه ډک وبلل شول.
د جوزجان ولايت د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالرحيم پژواک خبري اژانس ته وويل، يو شمېر کسان له دې پرته چې د دين په اړه معلومات ولري؛ خلک تېر باسي او د اوراد لوستلو په نوم له خلکو پيسو ترلاسه کوي.
هغه زياته کړه: "موږ د دغو کسانو د چل فعاليتونو مخه نيولې او د تعويذ ليکلو کار ته مو ورته د پاى ټکى کېښود."
د نوموړي په وينا، د تعويذ ليکونکو او اوراد لوستونکو دوکانونو د تړلو لړۍ دوام لري او هغه کسان چې په دغه بهانه له خلکو پيسې واخلي، هيڅکله به هم ورته د فعاليت اجازه ورنکړل شي.
سرچينې زياته کړه چې تر اوسه پورې په دې تړاو کم تر کمه پنځه دوکانونه تړل شوي دي.
هغه وويل: "چا چې دا کارونه کول او له خلکو به يې پيسې اخيستې، ټغر يې نور ټول شو او هغوى ته به نوره د تعويذ ليکلو فعاليتونه ورنکړل شي."
نوموړي زياته کړه چې دغه کار له شرعي اړخه هم کوم بنسټ نه لري، خو که چېرې د دين په اړه پوره معلومات ولري نو بيا دا کار کولى شي او بايد له خلکو پيسې وانخلي.
ورته مهال د شبرغانو ښار اوسېدونکو د حج او اوقافو رياست د دغه ګام له پورته کولو هرکلى وکړ او وايي، چې د تعويذ ليکوونکو د دوکانونو تړل يو ښه کار دى، چې د دغه کار په عملي کولو سره د جعل کارانو مخه نيول کېږي.
د شبرغانو ښار يوه اوسېدونکي علي رضا پژواک ته وويل: "زه د دغه اقدام سل فيصده پلوى يم، چې بايد د دغو کسانو دوکانونه وتړل شي."
هغه زياته کړه، څوک چې د تعويذ ليکلو پر ځاى له خلکو پيسې اخلي؛ په حقيقت کې د دوى پر باور لوبې کوي.
هغه زياته کړه: "که چېرې د حج او اوقافو رياست دا کار عملي کړي، يو ښه ګام دى او زه د دوى له دغه کار پوره ملاتړ کوم."
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان