
کابل (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٥): پاکستان وايي چې د جګړې له لارې د افغانستان ستونزه نه شي هوارېدلى او له طالبانو يې غوښتي چې د سولې د خبرو اترو مېز ته راشي.
دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس زکريا د غبرګولي په ١٣مه په اسلام اباد کې اوونيزې خبري غونډې ته کړې دي.
هغه زياته کړه چې له تېرو ١٥ پنځلسو کلونو د جګړو له امله د افغانستان شخړه نه يواځې چې هواره نه شوه، بلکې ستونزې نورې هم زياتې شوې.
د نوموړي په وينا، اوس د افغان سولې لپاره څلور اړخيز ګروپ جوړ شوى او پاکستان هم د دغه ګروپ د غړي په توګه خپل رول لوبوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د سولې پروسې لپاره يې هېواد ډېرې هلې ځلې کړې دي او له طالبانو يې هم وغوښتل چې د سولې د خبرو اترو مېز ته راشي.
د تورخم پر پوله له ويزې پرته د افغانانو د نه پرېښودو په اړه نفيس زکريا ويلي چې تر اوسه د افغانستان حکومت په دې اړه دوى ته کوم غبرګون نه دى ښودلى.
خو له افغانستانه يې وغوښتل چې د سرحدونو په اړه د دوى د نوو محدوديتونو په اړه بايد ورسره همکاري وکړي.
نوموړي دا هم وويل چې د روانې مياشتې په پاى کې په پاکستان کې د راجستر شوو افغان کډوالو د اوسېدنې موده پاى ته رسېږي او افغان حکومت ترې غوښتي چې دا موده دې تر ٢٠٢٠ کاله پورې وغځوي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان