خرید بک لینک

کندهار (پژواک، ١٨ کب ٩٤): د کندهار ښار لس کلن ماشوم چې پلار يې په يو ډله ييز بريد کې ژوند له لاسه ورکړى، وايي د پلار په شتون کې يې هم له کړاوونو ډک ژوند درلود، خو د هغه له مرګ وروسته يې ژوند نور هم له دردونو او کړاوونو ډک شوى دی.

د وکيل احمد په نوم دغه ماشوم وايي، د حکومت په ګډون هېڅ چا ورسره مرسته نه ده کړې، له خپلې مور، يوه ورور او پنځو خويندو سره يو ځاى د ژوند ستړې تېروي.

دغه ماشوم پژواک خبري اژانس ته وويل، پلار يې يو کال مخکې د کندهار ښار په عيدګاه دروازه کې هغه مهال ووژل شو چې پر ولايت مقام ډله ييز بريد وشو.

څه د پاسه يو کال وړاندې د (١٣٩٣ لمريز کال د چنګاښ په ١٨مه) د کندهار ولايت پر ودانۍ او امنيه قوماندانۍ هم مهاله ډله ييز ځانمرګي بريدونه وشول چې د ٢٢ بريد کوونکو تر څنګ په کې ٤ ملکي وګړي او ٥ پوليس ووژل شول او ٩ ملکي وګړي او ٧ پوليس ټپيان شول.

د دې پېښې د قربانيانو له ډلې يو هم اختر محمد و چې په خپله يې ژوند له لاسه ورکړ، خو مېرمن او اووه اولادونه يې تر شا بې سرپرسته پرېښودل.

د ياد شوي قرباني زوى وکيل احمد چې لس کاله عمر لري، يو ورور او پنځه خويندې لري چې تر ده کشران دي.

هغه زياتوي: ((پلار مې په هغه ورځ د عيدګاه دروازې له نانوايي څخه په نيمه بيه سړه ډودۍ رانيوله چې لومړى زوروره چاودنه وشوه او بيا د ولايت پر ودانۍ ډله ييز بريد پيل شو، زما پلار په همدې چاودنه کې ووژل شو.))

نوموړى وايي، د دوى کورنۍ هغه مهال هم ډېره غريبه وه؛ ځکه پلار به يې د شپې له خوا د خښتو په بټيو کې کار کاوه او کله چې به غرمه له کار څخه کور ته راته، له يوې نانوايي څخه به يې د هغوى لپاره سړه ډوډۍ په نيمه بيه رانيوله، ځکه هغه د ګرمې ډوډۍ د اخيستو توان نه درلود.

خو د ده په خبره، پر هغوى همدا له دردونو ډک ژوند هم د چا پېرزو نه و؛ ځکه خو يې د هغه له پلار څخه ژوند واخيست او دا بدبخته کورنۍ يې نوره هم بدبخته کړه.

ده وويل، له دې پېښې وروسته يې پلار پوره درې ورځې ورک و او هغوى نه پوهېدل چې پلار يې ژوندى دى او که مړ، خو تر ډېرو هڅو وروسته يې مړى په ميرويس روغتون کې وموندل شو.

دغه لس کلن ماشوم د خپل پلار په ژوند کې د خپل ستړي ژوند يادونه کوي او وايي: ((ښه مې په ياد دي، چې ډېرې ورځې به په کور کې ډوډۍ نه وه، موږ به له ډېرې لوږې ژړل، بيا به مې مور د ګاونډيانو کره ولېږلو او هغوى به ډوډۍ راکړه.))

دى وايي، د پلار تر مرګ وروسته دى په خپله هم مجبور دى چې کار وکړي، څو د خپلو خويندو او ناروغې مور ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي.

ده په ډېر ارمان وويل: ((شپه او ورځ په يوه کور کې د غواګانو خدمت کوم، هغوى د مياشتې درې زره کلدارې راکوي او خپل کور ته دوه يا درې ساعته راځم، نور ټول وخت همالته يم.))

ده له حکومت او شتمنو وغوښتل چې که له هغوى سره د يوې سرپنا په برابرولو کې مرسته وکړي او د کار پر ځاى زده کړې وکړي، نو د ژوند لويه هيله به يې پوره شوې وي.

د دغه قرباني اته کلنه لور پاکيزې هم په ژړا او سلګيو پژواک اژانس ته وويل، چې د پلار له مرګ وروسته يې بيا خوشحاله ورځ نه ده ليدلې.

دا وايي، د پلار تر مرګ وروسته يې مور ته عصبي ناروغي پيدا شوې چې له امله يې د هغوى ژوند تريخ دى او کور ورته د زندان په څېر دى.

نوموړې له حکومت څخه وغوښتل چې د هغې د مور درملنه وکړي او دې ته دې زمينه برابره کړي چې ښوونځى و وايي او د نورو له احتياجه خلاص شي.

اغا شېرين چې د يادو شوو ماشومانو ماما دى وايي، په خپله هم ډېر بې وزله دى، په کرايي کور کې اوسي او روزانه کوي، خو د خپلې کورنۍ تر څنګ يې د يوې بلې بې سرپرسته کورنۍ بوج پر اوږو اېښودل شوى دى.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، د اختر محمد تر مرګ وروسته يې د هغه کونډې او اوو ماشومانو ته په خپل کور کې د اوسېدو يوه خونه ورکړې ده.

دى زياتوي، د اختر محمد په نوم دغه اوښى يې کلونه مخکې په ژيړۍ ولسوالۍ کې اوسېده، خو د جګړو له امله له هغه ځايه را کډه شو او د کندهار ښار په لويه وياله کې يې ژوند کاوه.

د ده په خبره، هغه ډېر غريب او بې وزله و، د خښتو په کرو کې يې د ډېرو لږو پيسو په بدل کې کار کاوه، په هماغه ورځ يې خپلو ماشومانو ته په عيدګاه دروازه کې له يوې نانوايي سړه ډوډۍ رانيوله چې د ولايت پر ودانۍ ځانمرګى بريد وشو او هغه په کې ووژل شو.

ده هم وويل چې له پېښې درې ورځې وروسته يې د اختر محمد مړى په ميرويس روغتون کې پيدا کړ، چې په دې توګه له هغې مرستې هم بې برخې شو چې د وژل شوو کورنيو ته يې سل زره او د ټپيانو کورنيو ته يې ٥٠ زره افغانۍ ورکولې.

اغا شېرين وايي، د يادې بې سرپرسته کورنۍ لپاره يې د دې مرستې د ترلاسه کولو لپاره امنيې قوماندانۍ ته عريضه هم وکړه، خو هغوى ورته په ځواب کې ويلي چې عريضه به يې مرکز ته لېږل کېږي او وروسته به يې نتيجه معلومېږي.

هغه له حکومت څخه ګيله وکړه چې دغه بې وزله او بې سرپرسته کورنۍ يې له پامه غورځولې او تر دې مهاله يې له هغوى سره هېڅ راز مرسته نه ده کړې.

- - , .

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: سه شنبه 18 اسفند 1394 ساعت: 13:17

صفحه بندی