خرید بک لینک

مزارشريف (پژواک، ١٧ کب ٩٤): د بلخ چارواکي وايي چې د دې ولايت په دوو ولسواليو کې د پيل شويو عملياتو په پايله کې پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور امنيتي سرتېري ژوبل شوي دي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد د کب په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ په زارع او کشنده ولسواليو کې د بلخ د والي تر مشرۍ لاندې د ګډو ځواکونو له لوري د خورشيد٢١ په نامه د نوروز جشن د امنيت د ټينګښت په موخه عمليات پيل شوي دي.

ده زياته کړه، د دې عملياتو په ترڅ کې نن پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي او ٧ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

د هغه په وينا، دغه راز په دې عملياتو کې څلور امنيتي سرتېري هم ټپيان شوي دي.

- - , .

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: دوشنبه 17 اسفند 1394 ساعت: 20:56

صفحه بندی