خرید بک لینک

کابل (پژواک، ٦ غبرګولى ٩٥): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، څوک چې د ملي سرود د درناوي لپاره و نه درېږي، له هغوى سره به قانوني چلند وشي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پرېکړه نن د والي سليم خان کندوزي په مشرۍ د دغه ولايت د ادارو د مسوولينو ترمنځ په غونډه کې وشوه.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي غونډې ته وويل، ملي سرود د افغانانو ملي، فرهنګي او د تاريخي هويت نښه ده او هغه کسان چې دغې نښې ته بې احترامي کوي او د غږولو پر مهال يې نه درېږي،د افغانانو له منځ څخه نه شمېرل کېږي .

د هغه په وينا، د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد( ص) له خپل وطن سره مينه د ايمان برخه ګرځولې ده، ځکه نو ټولو مسلمانانو ته په کار ده چې له خپل وطن سره مينه وښيي.

والي ويلي، څوک چې د افغانستان ملي سرود ته د درناوي په موخه ونه دريږي،د خاينونو له ډلې څخه شمېرل کېږي او د افغانستان د جزا قانون له مخې بايد دوی ته تر ټولو سخته سزا ورکړل شي.

د ننګرهار د والي وياند وايي، چې په ياده غونډه کې پرېکړه وشوه، څوک چې حکومتي دندې لري او د ملي سرود درنښت ونه کړي، څارنوالۍ ته به ور وپېژندل شي او هغه کسان چې دندې ونه لري او د غونډو پر مهال دغه کړنه ترسره کړي د امنيتي موظفينو له لوري به له غونډو څخه وايستل شي.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي له ولسونو او په ځانګړي ډول له ديني عالمانو، قومي مشرانو او حکومتي کارکوونکو څخه وغوښتل چې د ملي يووالي، ملي احساس او ملي جذبې له مخې د ملي سرود درناوی وکړي او د غږېدو پر مهال يې په احترام په خپلو ځايونو کې ودرېږي.

د يادونې ده، چې حقوقپوهانو څو ورځې مخکې پژواک ته ويلي وو چې د ملي سرود لپاره درېدل يو اخلاقي مسووليت دى ، ځکه چې ملي سرود هر کس ته د هېوادپالنې احساس ورکوي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: پنجشنبه 6 خرداد 1395 ساعت: 22:15

صفحه بندی