خرید بک لینک

واشنګټن (پژواک، ٦ غبرګولى ٩٥): امريکا د پاکستان دوه نورې وسله والې ډلې له طالبانو سره د ملګرتيا له امله په نړيوالو ترهګرو ډلو کې د شاملولو اعلان کړى دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې يادې ډلې د جماعت الدعوه القران او د طارق ګيدار په نومونو يادې شوې دي.

د امريکا حکومت اړوندو ادارو او مسوولينو ته سپارښتنه کړې چې د يادو ډلو پر ټولو فعاليتونو ژور نظر وساتي او څارنه يې وکړي.

سرچينې ويلي چې طارق ګيدار ګروپ د تحريک طالبان پاکستان برخه ده او د خيبر پښتونخوا ايالت په نيمه قبايلي سيمه دره ادم خېلو کې فعاليت کوي.

امريکايي چارواکو ويلي چې دغې ډلې په ٢٠١٤ زېږديز کال کې د پېښور پر هغه ښوونځي بريد کې لاس درلود، چې په ترڅ کې يې د ١٣٠ زده کوونکو په ګډون ١٥٠ کسان ووژل شول.

د يادونې ده چې ددې ډلې مشري عمر منصور کوي، چاچې د ٢٠١٦ کال د جنورۍ په مياشت کې د چارسدې پوهنتون په بريد کې يې هم لاس درلود.

دغه راز د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې طارق ګيدار ډله په ٢٠٠٨ کال کې د پاکستان له اټک څخه ديوه پولنډي وګړي په تښتولو او وژلو کې هم تورنه ده.

سرچينې ويلي چې د جماعت الدعوة القران ډله د پاکستان په پېښور ښار کې فعاليت کوي او د طالبانو له پخواني مشر ملا عمر سره يې بيعت کړى و.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغې ډلې له افغان طالبانو او د پاکستان لشکر طيبه وسله والو سره اتحاد کړى دى.

سرچينې ويلي، چې يادې ډلې په ٢٠١٠ کال کې د افغانستان له کونړ ولايت څخه يوه بريتانوۍ کارکوونکې لنډا نورګرو په تښتولو کې لاس درلود.

د يادونې ده چې ديادې بريتانوۍ وګړې د خوشې کولو په عملياتو کې يو تن امريکايي سرتېرى وژل شوى و.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: پنجشنبه 6 خرداد 1395 ساعت: 15:11

صفحه بندی