خرید بک لینک

جلال اباد (پژواک، ۱۷ کب ۹۴): په ختيځ کې د ۳۰۱ سرحدي زون قوماندان وايي چې د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ پر ځينو سيمو د پاکستاني ځواکونو د بريدونه له امله شاوخوا دوه سوه کورنۍ کډه شوې دي.

ګوشته د ډيورنډ کرښې ته نږدې پرته ولسوالۍ ده چې د تېرې ورځې د نښتو تر څنګ پرې په دې وروستيو کې له هغې خوا د پاکستاني پوځيانو بريدونه کېږي.

تېره ورځ (د کب ۱۶مه) د يادې ولسوالۍ د " انارګي" په سيمه کې د پاکستاني پوځيانو تر بريد وروسته افغان سرحدي ځواکونو ځوابي بريدونه وکړل او دې نښتې د څو ساعتونو لپاره دوام وکړ.

د ۳۰۱ سرحدي زون قوماندان مل پاسوال ولي خان شينواري د کب په ۱۷مه پژواک اژانس ته وويل چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې له پاکستاني پوستو د ګوشتې پر ځينو کليو بريدونه کېږي.

شينواری زياتوي چې د دغو بريدونو له امله شاوخوا دوه سوه کورنۍ بېځايه شوې او په نورو سيمو کې مېشتې شوې؛ خو مرګ ژوبله نه ده ور اوښتې.

د سرحدي زون قوماندان زياتوي: ((زموږ سرتېري په عالي مورال کې دي او له خپلې خاورې د دفاع توان لري.))

د ګوشتې یوه اوسېدونکي ډاکتر نعمت الله پژواک اژانس ته وويل چې تر اوسه شاوخوا درې سوه کورنۍ د پاکستاني پوځيانو د بريدونو له امله بېځايه شوې دي.

هغه وايي: ((يوه مياشت کېږي چې پاکستاني ځواکونه د ګوشتې د انارګي، سلاله څلي او ور څېرمه سيمو د توپونو او راکېټونو بريدونه کوي، تېره ورځ د ورته بريدونو په ځواب کې زموږ ځواکونو هم بريدونه وکړل.))

د نوموړي په وينا، له دغو بريدونو څخه د پاکستاني لوري موخه دا ده چې غواړي د ګوشتې ځينې سيمې لاندې کړي؛ ځکه د ده په خبره د سيمې له اوسېدونکو يې غوښتنه کړې څو پاکستاني شناخت کارډونه واخلي.

رسمي سرچينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا وکيل اسرالله مراد پژواک اژانس ته يادونه وکړه چې د ګوشتې په ځينو سيمو د پاکستان د بريدونه له امله ځايي اوسېدونکي په ستونزو کې دي.

مراد يادونه وکړه چې دغه بريدونه دې بند شي.

د ننګرهار د ولايتي شورا رييس احمدعلي حضرت پژواک اژانس ته وويل چې د پاکستاني پوځيانو دغسې تحرکات د سولې پر خبرو سيوری غورځولی شي.

د نومړي په وينا: ((موږ له مرکزي حکومته پخوا هم غوښتنه کړې او بيا پرې غږ کوو چې د ننګرهار پر ځينو سيمو دې د پاکستاني ځواکونو د بريدونو مخه ونيسي.))

پاکستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي او نه هم د ننګرهار د ولايت مقام په دې تړاو خپل دريځ څرګند کړی؛ خو وېل کېږي چې ټاکل شوې نن په افغانستان کې د پاکستان سفير ننګرهار ولايت ته سفر وکړي.

د سرچينو په وينا، د ننګرهار له والي سره به د دغه پاکستاني چارواکي په ناسته کې ولايتي اداره پر افغان خاوره د يادو بريدونه بندولو غوښتنه وکړي.

له څو کلونو راهيسې پاکستان پوځيان د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې پر افغان خاوره وخت ناوخت بريدونه کوي، خو تر اوسه په جدي ډول د دې چارې مخه نه ده نيول شوې.

- - , .

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: دوشنبه 17 اسفند 1394 ساعت: 14:30

صفحه بندی