خرید بک لینک

مزارشريف (پژواک، ١٧ کب ۹۴): د شمال زون د ملي اردو مسوولين وايي چې په دغه زون کې افغان هوايي ځواکونه په پرله پسې توګه د سمبالېدو په حال کې دي.

دغه څرګندونې د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد حميد د کب په ١٧مه د دغه زون هوايي ځواکونو ته د A29 په نامه د بم غورځوونکو دوو الوتکو په تړاو د خبري ناستې په ترڅ کې خبريالانو ته وکړې.

په شمال زون کې د ناټو د غوڅ ملاتړ قومانداني په دغه زون کې افغان هوايي ځواکونو ته د A29 په نامه دوه بم غورځوونکې الوتکې وسپارلې.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد حميد د شمال زون د ناټو د غوڅ ملاتړ قوماندانۍ له قوماندان جنرال رينک، د دغه ۷۰۷ پامير قوماندان جنرال بابا جان او هوايي ځواکونو قوماندان جنرال اشرف کاکړ سره په ګډه خبري ناسته کې وويل چې د افغان ځواکونو هوايي ځواک په پرله پسې توګه د سمالېدو په حال کې دی.

نوموړي زياته کړه چې سږ کال تر دې مهاله افغان هوايي ځواکونو د MI35 په نامه چورلکې، د A29 په نامه الوتکې چې بمبار کوي او راکټ هم فير کولی شي، ترلاسه کړې دي.

همداراز هوايي ځواکونو په روان کال کې د Scan Eagle په نوم د کشف الوتکې هم ترلاسه کړې، چې په ۵۰۰۰ متره لوړوالي کې الوتنه کوي او له مرکزه ۱۰۰ کيلومتره لرې تللی شي.

په شمال زون کې د هوايي ځواکونو قوماندان د نننۍ سپارل شوو A29 الوتکو د تخنيکي اړخ په اړه وويل چې دغه الوتکې د دوو پيلوټانو په واسطه د کمپیوټر له لارې کنټرولېږي.

نوموړي زياته کړه چې د دغو الوتکو هر وزر د سل کيلوګرامه بمونو وړلو ظرفيت لري او د توغولو لپاره راکټ او ماشيندار هم لري.

د هغه په وينا، دغه الوتکې به د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د افغان ځواکونو ځواک خورا پياوړی کړي.

په شمال زون کې د ۷۰۷ پامير قوماندان جنرال بابا جان عزيزي وويل چې د هوايي ځواکونو سمبالتيا د ځمکنيو قواو او همداراز د پوليسو د مورال په ځواکمنتيا کې مهم رول لري.

په شمال زون کې د ناټو د غوڅ ملاتړ قوماندان جنرال هارد مورد رينک وويل چې په دې وروستيو کې په شمال زون کې د افغان ځواکونو عمليات په ښه توګه وړاندې ځي.

نوموړي زياته کړه: ((که چېرې د شمال زون اوسېدونکي پرمختګ او سوکالي غواړي نو د وسله والو مخالفينو ملاتړ دې نه کوي، د افغان حکومت او ځواکونو ملاتړ دې وکړي.))

د هغه په وينا، د سيمو اوسېدونکي له حکومت سره په ګډه کار کولو سره د پرمختګ او پراختيا لپاره زمينه برابرولی شي.

د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان جنرال حميد د يادې خبري ناستې په ترڅ کې په دغه زون کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې روان عمليات بريالي وبلل.

نوموړي زياته کړه چې د بغلان ډنډغوري سيمه کې مخالفينو ماته وخوړه او لا هم عمليات روان دي.

د هغه په وينا، د دغه زون په بدخشان، فارياب او کندوز ولايتونو کې عمليات په بريالي توګه روان دي.

جنرال حميد وويل چې د هوايي ځواکونو سمبالتيا به په شمال زون کې د افغان ځواکونو مورال لا پياوړی کړي.

- - , .

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: دوشنبه 17 اسفند 1394 ساعت: 12:44

صفحه بندی