کابل (پژواک ٢٨ غويى ٩٥): حکومت ويلي، چې د ټوټاپ برېښنايي پروژې د څېړنې ملي کميسيون نن خپل کار پيل کړ، چې دغه کميسيون به په راتلونکو لسو ورځو کې خپل راپور چمتو او ولسمشر او ملي شورا ته سپاري.
د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کميسيون خپله لومړنۍ ناسته نن له غرمې وروسته په ارګ کې ترسره کړې ده.
هغه وويل: "ټاکل شوې چې په راتلونکو لسو ورځو کې دغه کميسيون د خپلو څېړنو کره پايلې، ولسمشر او ملي شورا ته وسپاري."
د ټوټاپ Turkmenistan-Uzbekistan-Tajikistan-Afghanistan
-Pakistan
(TUTAP) پروژه کې، ٥٠٠ کيلو ولټه وارداتي برېښنا له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان هېوادونو څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته غځول کېږي.
خو د سالنګ له لارې د يادې پروژو پر تېرېدو ډېر مخالفتونه راپورته شوي دي.
د ولسمشر دويم مرستيال او د يادې طرحې مخالف سرور دانش ويلي، چې د سالنګ له لارې د يادې پروژې غځول نه يوازې د تخنيکي او علمي دليلونو له مخې د توجيه وړ نه ده، بلکې د ټولنيز عدالت خلاف هم ده.
له همدې امله پرون په کابل او باميانو کې پراخه لاريونونه ترسره شول، لاريون کوونکو له حکومت وغوښتل، څو په خپلې پرېکړې د غور ترڅنګ، دغه پروژه د مرکزي ولايتونو له لارې وغځوي.
د هېواد ولسمشر، د يادو لاريونونو په شپه د يوه حکم په ترسره کولو سره د دغې پروژې تدارکاتي او اجرايي لړۍ وځنډوله او د کميسيون ١٢ غړو ته يې دنده وسپارله څو دغه موضوع د ولسمشرۍ رياست د ستر سلاکار محمد همايون قيومي تر مشرۍ لاندې وڅېړي.
ياد کميسيون ته دنده سپارل شوې، څو د يادې ستونزې د حل لپاره دهېواد ملي ګټو ته په پام سره مشخص وړانديزونه په ياده موده کې ولسمشر ته وړاندې کړي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان