ترينکوټ (پژواک، ٢٨ غويى ٩٥) : د اروزګان ولايت د دهراوود ولسوالۍ ولسوال وايي، چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ پر ودانۍ او بازار بريدونه کړي او که بېړنۍ مرسته ورته ونه رسېږي، نو ولسوالي به يې سقوط وکړي.
ولسوال امين الله خالقي د غويي په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار وخته وسله والو طالبانو له څو لوريو د ولسوالۍ پر ودانۍ او بازار بريدونه پيل کړي دي.
هغه زياته کړه، چې وسله والو د ولسوالۍ څو مترۍ ته رارسيدلي دي او که دوى ته بيړنۍ مرسته ونه رسيږي، نو ولسوالۍ به يې سقوط وکړي.
ولسوال ادعا وکړه، چې موټر يې تېل نه لري او ځواکونو يې د وسلو او مهماتو له کمښت سره هم مخ دي.
نوموړي د ولايت له مسوولينو وغوښتل، چې دوى ته ژر تر ژره مرستندويه ځواکونه ولېږل شي.
د هغه په وينا، په جګړه کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده، خو کره شمېره يې ونه ښوده.
د اروزګان د ولايتي شورا پخوانى رييس او ددې ولسوالۍ اوسېدونکى امان الله هوتکي هم پژواک اژانس ته تاييد کړه، چې په ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده.
هغه هم وويل، چې وسله والو مخالفين په بازار کې ځاى پر ځاى شوي او د ولسوالۍ پر ودانۍ بريدونه کوي.
هوتکي وايي، چې په دې جګړه کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خلک د تېښتې په حال کې دي، خو جګړې يې مخه نيولې ده.
خو د والي وياند دوست محمد ناياب د ولسوالۍ د سقوط وېره ردوي او زياتوي، چې هلته په کافي اندازه ځواکونه او مهمات شته دي.
نوموړي وويل، چې بيګا په خاص اروزګان ولسوالۍ کې هم جګړه شوې، دا د جنګونو موسم دى، خو هېڅ ولسوالي به سقوط ونه کړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان