خرید بک لینک

کابل (پژواک، ٢٥ غويى ٩٥): د افغانستان د علومو اکاډمۍ او اطلاعاتو او کلتور وزارت د پښتو او دري ژبو د ملاتړ او پياوړتيا په موخه يو هوکړه ليک لاسليک کړ..

دا هوکړه ليک نن د اطلاعاتو او کلتور وزير عبدالباري جهاني او د علومو اکاډمۍ د مشرې ثريا پوپل تر منځ په کابل کې لاسليک شو.

عبدالباري جهاني په دې خبري غونډه کې وويل چې په هېواد کې د پرديو ژبو فرهنګي يرغل د دې سبب شوى چې ملي ژبې له بحران سره مخ شي.

نوموړي وويل چې د دواړو ژبو پښتو او دري د کلمو کارونه او ليکنه له خپل معياري حالت وتلې ده، له همدې امله اړينه ده چې د دواړو ژبو د ملاتړ او پياوړتيا لپاره په جديت سره کار وشي.

وزير زياته کړه چې د هوکړه ليک پر بنسټ، د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو سره په همکارۍ به د ښوونځيو او پوهنتونونو کتابونو د ليکنې وضعيت د ښه والي او همدارنګه د دري او پښتو ژبو د ګړدود او کلمو د سيندونو (قاموسونو) په چاپ او خپرېدو کار وشي.

جهاني د بېلګې په توګه په هېواد کې د تبليغاتي لوحو ليکلو ته په اشارې سره وويل، هڅه به وکړي چې په ملي ژبو د پرديو کلمو له ليکنې مخنيوى وکړي او د اړتيا په صورت کې به دواړه خواوې روزنځايونه او سيمينارونه جوړ کړي.

د علومو اکاډمۍ مشرې ثريا پوپل د هوکړه ليک له لاسليک د خوښۍ په څرګندولو سره وويل، تمه ده چې په عملي کېدو سره به يې د ملي ژبو ليکنه او کارونه معياري شي.

د هغې په خبره، ټاکل شوې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ په اريانا پوهنغونډ هم په انلاين( پر ليکه) ډول کار وشي او دغه پوهنغونډ( دايره المعارف) د نړيوالو معيارونو سره سم په دواړو ملي ژبو پښتو او دري په مجازي نړۍ کې هم د لاس رسي وړ شي.

پوپل په ډاګه کړه چې د دغه هوکړه ليک پر بنسټ، دواړه خواوې د کلتوري ميراثونو، د لرغوني پېژندنې او موزيمونو په برخه کې د څېړنو، د تاريخي ځايونو و واټونو د نومونې، د څېړنيزو مقالو د خپرولو، د معياري تاليفي اثارو او علمي او مسلکي اصطلاحاتو د ژباړې په برخه کې هم يو له بل سره همکاري وکړي.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: شنبه 25 ارديبهشت 1395 ساعت: 22:11

صفحه بندی