Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «کارکوونکو» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

د ستونزو زیږونکو کارکوونکو ۴ نښې

  • لیکنه: جیف هاډنژباړه: احمد فرهاد توتاخیل ځینې وخت په یوه اداره کې هغه کارکوونکي چې ډیری ستونزې راولاړوي، هڅه کوي په یوه څرګند ځای کې پټ شي او په خپلو ستونزو پرده واچوي.ایا ستا همکاران هم ستونزې پنځوونکي دي؟ ایا دوی ستا د کار ځای له ستونزو ډکوي؟ځینې وخت هغوی چې اصلي ستونزې زیږوي، په حقیقت کې ګواښوونکي کسان نه وي، دوی په اسانۍ سره کولی شي چې ستونزې په ګوته کړي او د حل لار ورته ومومي. خو ځینې وخت بیا اصلي ستونزې هغه کسان زیږوي، چې په کولو سره یې خوښ بریښي، خو په حقیقت کې په ورو ورو سره د نورو کارکوونکو روحیه، چلند او کارنامې تباه کوي.لاندې یې څو نښې نښانې بیان شوي: ۱- له تصمیم نیولو وروسته خپل نظر شریکوي.د بیلګې په توګه، ته د یوې موضوع په اړه غونډه نیسې. په دغې ناسته یا میټینګ کې د ناستې د ټولو ګډونوالو لخوا موضوعات او اندیښنې شریکې شوې او هر یوه خپل نظر ورکړ او په پای کې پریکړې هم ونیول شوې. د غونډې هر یوه ګډونوال له هماغو پریکړو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او اوس وار د دې دی چې اقدام وشي. خو د غونډې په پای کې یو کس راپاڅیږي او د غونډې له ګډونوالو سره خپل هغه نظرونه شریکوي، هغه چې د پریکړو له نیول کیدو مخکې یې شریک نه کړل. اوس نو دی له هماغو نیول شویو پریکړو سره مخالفت ښيي او نه یې مني.همداراز داسې کس د غونډې تر پایه منتظر پاتې کیږي او په پای کې وایي: “زه له دې نیول شوې پری, ...ادامه مطلب

  • لويه څارنوالي: د دوو پوليس افسرانو او د کابل ښاروالۍ د لسګونو کارکوونکو دوسيې جدي څېړي

  • کابل (پژواک ٢٨ چنګاښ ٩٥): لويه څارنوالي وايي، له فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ډېر ژر خپل کار پيلوي، چى لومړى کار به يې د ميدان وردګو او هلمند پخواني والي او د کابل ښاروالۍ د ١١٠ تورنو کارکوونکو د دوسيو څېړل وي. د لويې څارنوالۍ وياند بصير عزيزي نن په کابل کې په خبري ناسته کې وويل چې د دغو کسانو دوسيې د يادې ادارې حقيقت موندونکي پلاوي له لوري تر څېړنې لاندې دي. نوموړي زياته کړه: "هغه موارد چې تېره اونۍ د کابل ښاروالۍ له لوري د لويې څارنوالۍ ادارې ته رالېږل شوي، د هېواد د لوى څارنوال په حکم له هېواد څخه د ١١٠ کسانو پر وتلو بنديز لګېدلى او موږ تر هغه مهاله پورې چې ټول موضوعات په بشپړه توګه وڅېړو او هغه موارد چې په څېړنه کې روښانه کېږي او د محاکماتي لړۍ تابع وي او هغه څه چې دوى حکم کوي، له هغه وروسته کولى شو چې دا موارد له خلکو سره شريک کړو." دا په داسې حال کې ده، چې د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبيب زي دوه ورځې وړاندې ويلي و، چې د يادې ادارې ١٢٠ کارکوونکي چې په مالي فساد تورن دي او د دوى کار د ښاروالۍ عوايدو د کموالي لامل شوى؛ لويې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي. د حبيب زي په وينا، د کابل ښاروالۍ د ١٢٠ کارکوونکو او انجنيرانو د دندو ځنډول له دې امله شوي دي چې په تېرو څو کلونو کې هغه ملکيتونه چې ډېر لوړ ارزښت يې درلود، دغو کسانو هغه په لوحو کې د ستونزو او د هغو دليلونو له مخې چې کېداى شي فساد په کې شوى وي؛ په ځينو ادارو کې په ډېره ټيټه کچه ترسره کړې دي. نوموړي دغه راز ويلي، په پايله کې د يادې ادارې بوديجې او بيت المال ته ډېره اقتصادي ضربه وارده شوې، چې په پايله کې پرېکړه وشوه، څو د دغو کسانو دندې د لنډې مودې لپاره وځنډول شي چې د يادو پوښتنو په اړه ډېر څه معلوم شي. د کابل ښاروالۍ ياد لوړپوړي چارواکي ويلي: "د يادو کسانو دندې چې ځنډول شوې وې، اوسمهال بېرته حل شوې، خو زموږ پوښتنې او ګروېږنې دوام لري، خو دغه کسان کولى شي چې بېرته خپلو دندو ته دوام ورکړي." نوموړي دغه راز څرګنده کړې وه، چې ياد کسان بايد د کابل ښاروالۍ ته ضمانت ورکړي او د کار په جريان کې به له دوى څېړنې کېږي؛ که چېرې ثابته شوه چې کوم يې په فساد کې ښکېل دى، نو عدلي او قضايي بنسټونو ته به ورپېژندل کېږي. د لويې څارنوالۍ وياند په دغه ناسته کې د ميدان وردګو د پخواني قوماندان خليل اندرابي د دوسيې په اړه وويل، نوموړى, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها