Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «ډګرونه» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

د نړۍ هغه شپږ هیوادونه چې هوايي ډګرونه نه لري

  • که غواړئ چې دغو هیوادونو ته سفر وکړې، نو باید په موټر یا اورګاډي کې لاړ شئ. که چیرې یو څوک وغواړي چې بل هیواد ته سفر وکړي، نو لومړۍ باید ځان ته د الوتکې ټیکيټ وپیري ترڅو په ټاکلي وخت او ټاکلې الوتکه کې پرواز وکړي. خو داچې د نړۍ شپږ هیوادونه هوايي ډګرونه نه لري، نو د هوا له له لارې مستقیماً ورتګ ورته ناشونی دی. په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ دغه هیوادونه په لاندې ډول دي: ۱. واتیکان (Vatican) واتیکان د (۱۰۹) هکتاره مساحت په درلودلو سره د ايټالیا هیواد د پلازمینې روم په غیږ کې پروت دی. دغه خپلواک هیواد خپل هوايي ډګر نه لري، خو ورتلونکي کسان کولی شي چې د ايټالیا له پلازمینې څخه د موټر یا اورګاډي په وسیله په اسانۍ سره ورشي. ۲. سان مرینو (San Marino) د سان مرینو (San Marion) جمهوریت د اروپا په جنوبي څنډه او د ایټالیا په غیږه کې پروت دی. د نړۍ دغه پنځم کوچنی هیواد له (۳۳۰۰۰) څخه څه ناڅه زیات نفوس لري او د ايټالیا په ریمیني (Remini) کې د فیډریکو فیلیني نړیوال هوايي ډګر څخه یوازې نهه (۹) میله واټن لري. ۳. موناکو (Monaco) وروسته له واتیکان (Vatican) څخه ، موناکو (Moncao) د نړۍ په کچه دویم کوچنی هیواد دی، چې (۳۸،۵۰۰) نفوس لري. د نورو هیوادونو په څیر، دغه هیواد هم هوايي ډګر نه لري او خلک د فرانسې هیواد د (Nice Côte d’, ...ادامه مطلب

  • د نړۍ هغه لس هیوادونه چې ګڼ شمیر هوايي ډګرونه لري

  • څومره چې په یو هیواد کې د هغو مساپرو لپاره چې هوايي سفرونه کوي، د سفر لپاره د هوايي شرکتونو او هوايي ډګرونو انتخابونه زیات وي، هومره د الوتکو د ټیکټونو بیې هم کمیږي. دا موضوع دې پورې اړه لري، چې ته غواړې چیرې لاړشې؟ او له دې سره ته کولی شې چې پرته له یوه مشخص هوايي ډګر څخه، له نورو هوایي ډګرونو څخه هم سفر وکړې. په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ د امریکا متحده ایالات د نړۍ په کچه تر ټولو زیات هوايي ډګرونه لري. د امریکا د (CIA) سازمان د (حقیقت نړیوال کتاب) له مخې، په (۲۰۱۶) کال کې تر ټولو زیات شمیر هوايي ډګرونه چې شمیر یې (۱۳،۵۱۳) ته رسیده، امریکا درلودل چې د نړۍ د هوايي ډګرونو درېیمه برخه یې تشکیلوله. د دغه هیواد هوايي,هیوادونه ...ادامه مطلب

  • د تخار له لوبغالو د پوځي چورلکو ‌ډګرونه جوړ شوي

  • تالقان (پژواک، ٣٠ ورى ٩٥): په تخار کې يو شمېر لوبغاړي وايي چې د ښار لوبغالي پر پوځي اډو بدل شوي؛ ځکه ډېری وخت پوځي چورلکې په کې ناستې کوي او  لوبغاړي يې له ستونزو سره مخ کړي دي. د تخار په مرکز تالقانو ښار کې د فوټبال یوه لوبغاړي صبور خان درمل پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېر يو کال راهيسې ډېر وخت د تالقانو په عمومي لوبغالو کې پوځي الوتکې ناستې کوي. صبورخان زیاتوي: ((تالقانو ښار د تفریح او لوبو لپاره همدا دوه ځایونه لري چې د ښاروالۍ چمن او د ابوعثمان لېسې چمن دى خو له تېر یو کال راهیسې دغه چمنونه پر نظامي اډو بدل شوي، زموږ سیالۍ خو لا څه کوې چې د ولایتونو تر منځ مو سیالۍ ټکنۍ شوې دي.)) د هغه په وينا، کله چې د چورلکې د راتګ وخت شي نو پوځي کسان لوبغالي ته ورځي او لوبغاړي له میدان څخه باسي. دغه راز په تخار کې بل لوبغاړي احمد جمشيد هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې ځوانان د لوبو کولو لپاره دوه مناسب ځايونه لري. خو وايي: ((دا دوه مناسب ځايونه اوس په پوځي اډو بدل شوي دي، اوس د ښاروالۍ او ابو عثمان لېسې په لوبغالو کې موږ لوبې نه شو کولاى؛ ځکه هلته ټوله ورځ طيارې ښکته او پورته کيږي.)) ده پر اړوندو مسوولينو غږ وکړ چې په دغه ولايت کې دې د لوبغاړو او يا هم د چورلکو د ناستې لپاره مناسب ځايونه جوړ کړي. د تالقانو اوسېدونکي نجم الدین باور هم ورته څرګندونې وکړې او زياته يې کړه: ((کله چې چورلکې کوزې شي نو په لوبغالي کې خاورې او دوړې جوړې شي نو ټول خلک بيا له لوبغالي څخه وځي.)) ده وويل چې حکومت بايد لوبغاړو ته ستونزې جوړې نه کړي او مسوولينو ته دې امر وکړي چې الوتکې په هوايي ډګر کې ښکته او پورته شي. دغه راز د تخار ورزشي امر نقیب الله جلیلي هم پژواک ته وويل چې په لوبغالو کې د چورلکو د ناستو له امله لوبغالي هم زيانمن شوي دي. هغه زياته کړه: ((هم يې ورزشکارانو ته ستونزه جوړه کړې او هم يې د لوبغالي ټول چمن خرابه کړى دى.)) ده وويل چې دغه ستونزه يې له اړوندو چارواکو سره شريکه کړې او کيداې شي د حل کومه لار ورته پيدا کړي. دغه راز د تخار د والي وياند سنت الله تيمور هم تاييد کړه چې د تالقانو ښار په لوبغالو کې چورلکې ناستې کوي. هغه وايي: ((موږ پر دې پوهېږو چې په لوبغالو کې د چورلکو ناستې خلکو او ورزشکارانو ته ستونزې جوړې کړي خو موږ يې د بديل په لټه کې يو.)) خو تيمور وويل چې يواځې په مياشت کې د, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها