Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «ويښتو» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

د ويښتو پالنې په اړه څلور مهمې پوښتنې او ځوابونه یې

  • موږ د ويښتو لپاره شامپوګانې کاروو، بیا بیا یې وینځو، بېلابېل ويښته نرموونکي کاروو او همدارنګه د ويښتانو د غوړولو لپاره له بېلابیلو تیلو نه استفاده کوو. خو د هر چاد سر ويښته او کوپړۍ عموما درې بڼې لري. وچ ( خشک)، غوړ او نورمال. همدې ته په کتنې د هر چا د ويښتو لپاره ځانګړې شامپوګانې، او د وینځلو او غوړولو لپاره بیلابیل وختونه پکار دي. که غواړئ ښه ویښته ولرئ، ن, ...ادامه مطلب

  • څنګه د ويښتو توییدل کم کړئ؟ ۲۰ اسانه لارې

  • لیکواله : ډاکټره جولي شا کپاډیا، د پوستکي د ناروغیو متخصصهژباړه: شمیم اتل د ويښتو توییدل ددې عصر یوه عامه ستونزه ده چې ګن خلک ترې شکایت کوي. د ورځې له خوا له ۲۵ څخه تر ۵۰ پورې ويښتان توییدل نورمال دي. خو کله ويښته توییدل تر دې زیات وي بیا دا د ویښتو غیرې نورمال توییدنه ده او که مخه یې ونه نیول شي، کوپړۍ مو خالي کیدلی شي. دلته یو شمیر ساده تدابیر درسره شریکوو چې پر مټ یې تاسو د ويښتو توییدل کمولی شئ. ۱- ويښتو ته خواړه پکار دي، نو په متوازنه توګه خواړه وخورئ ويښته د ودې او سلامتۍ لپاره یو شمیر ویټامینونو او مینرالونو ته اړتیا لري. د A ویټامین د ويښتو د ودې لپاره او همدارنګه د سر په کوپړۍ کې سیبوم په نوم د موادو د تولید لپاره چې د ويښتو سلامتۍ سره مرسته کوي مهم دي. په تازه او شین پاڼو ترکاریو، تازه میوو او ځینې نورو خوړو کې په زیاته اندازه ویټامین A شته . همدارنګه د بي ۱۲ B12 ویټامین چې په شیدو او له شیدو په جوړیدونکو تولیداتو، لوبیا، نخودو او نورو خوړو کې پیدا کیږي هم د ويښتو د سلامتۍ لپاره مهم دی. بي کمپلیکس ویټامین یا بیوټین هم د ويښتو د سلامتۍ لپاره ډیر ضرور دي. که چیرې ستاسو په وجود کې د بیوټین کمي وي نو د ويښتو د توییدو او نري کیدو سبب کیږي. تاسو کولی شي چې په خپلو خوړو کې د لبنیاتو، وچو میوو، زړیو، شنو سبزیو، هګیو او ځینې داسې نورو ګټورو خوړو په زیاتولو د بیوټین کمی پوره کړئ، ل, ...ادامه مطلب

  • د ويښتو د پالنې لپاره د جلدي متخصص لس سپارښتنې

  • لیکنه: ډاکتر رویندرا – په هندوستان کې جلدي متخصصژباړه شمیم اتل1- ويښته د وجود د بل هر غړي په څیړ خوړو ته اړتیا لري. نو تاسو په متوازن، صحي او پر وخت خوړو تمرکز وکړئ. ډاډمنه کړئ چې په ورځنیو خوړو کې مو کلسیم، اوسپنه، او پروتین شامل دي. وربشې لرونکي او جوار لرونکي خواړه د ویښتو له ښې ودې سره مرسته کوي. همدارنګه ترکارۍ او وچې او تازه میوې هم د ويښتو لپار ښه خواړه دي. هڅه وکړئ چې خواړه مو د سي او بي ویټامینونه ولري. ځکه دا دواړه ویټامینونه د ويښتو سلامتۍ ته مهم دي. 2- په منظمه توګه د ويښتو پاکول مهم دي، په ځانګړې توګه که تاسو په توده او مرطوبه هوا کې اوسئ. د سر پر کوپړۍ د ډیر وخت لپاره د خولو پاتې کیدل د ويښتو بیخونو کې فنګسونه پیدا کوي چې د ويښتو د توییدو او د پوستکي د نورو ناروغیو سبب کیږي. په,سپارښتنې ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها