Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «وسیلې» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

روغتیا وزارت د کرونا د چټک تشخیص وسیلې شاوخوا ۵۰ سلنه په لوړه بیه پېرلې دي

  • کابل (پژواک، ۴ زمری۹۹):د پژواک موندنې ښیي چې عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د چټک تشخیص لپاره سل زره الې « Rapid Test» د یوه خصوصي روغتون پېرودنو په پام کې نیولو سره، د بازار له نرخه ۲۷۰زره ډالر په ل, ...ادامه مطلب

  • جنرال رازق: حکومت دې اساسي قانون د نورو پر وړاندې د شخصي وسیلې په توګه نه کاروي

  • کندهار (پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۶): د کندهار امنیه قوماندان وايي، حکومت دې له اساسي قانون څخه د خپلو مخالفانو پر وړاندې د شخصي وسیلې په توګه کار نه اخلي. نوموړي دغه څرګندونې د ولایت مقام د غونډو په تالار کې د اساسي قانون د اوونۍ د نمانځلو غونډې ته وکړې چې د هغه تر څنګ په کې د کندهار والي زلمي ويسا، د ولایت مقام مرستيالانو، د سرحدونو او قبایلو چارو وزير محمد شفيق ګل اغا شېرزي، قومي مشرانو، مدني فعالانو، مېرمنو او سلګونو عامو خلکو ګډون کړی وو. جنرال عبدالرازق وویل، د افغانستان اساسي قانون د ډېرو قربانیو په پایله کې جوړ شوی او په تمامه معنا له اسلامي شریعت سره سمون لري. خو هغه وویل چې تل له اساسي قانون څخه په یوه او بله ناسمه ګټه اخیستل شوې ده. نوموړي وویل، دا سمه ده چې په اساسي قانون کې به ځینې ستونزې وي، خو وسله وال طالبان کولی شي د خبرو مېز ته را وړاندې شي او په دې اړه خبرې پیل کړي. دی وايي، ټول ولس اساسي قانون مني، خو هر څوک چې قدرت ته رسېدلي، له اساسي قانون څخه یې د نورو په مقابل کې ناسمه ګټه اخیستې ده. هغه د حکومت پر مشرانو غږ وکړ چې قانون د ټولو لپاره یو دی، موخه دا ده چې د اساسي قانون د پلي کېدو لپاره کار  وکړو، نه دا چې د یوه او بل په مقابل کې یې د خپلې شخصي وسیلې په توګه وکاروو. ده وویل: ((د دې نظام پایې د خلکو په وینو ټینګې شوي، موږ باید په هر حالت کې د نظام پایې مستحکمې وساتو، ح, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها