Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «اوږده» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

د هندي سینما لس اوږده فلمونه؛ چې ځينې له څلورو ساعتونو هم اوړي

  • کتوونکي د اوږدو فلمونو له لیدلو سره ستړي کیږي، په همدې اساس اوسني فلمونه تر وسه وسه لنډ جوړیږي.خو په هندي سینما کې ځينې فلمونه جوړ شوي، چې ان له څلورو ساعتونو زیات وخت نیسي. په ۹۰ یمو کلونو کې دا یوه عامه خبره وه، چې اداکارانو به اوږده فلمونه جوړول. درې ساعته او کله کله ۴ ساعته هندي فلمونه جوړول یوه عامه خبره وه. دلته موږ تاسې ته لس ۱۰ هغه فلمونه درپیژنو، چې لا هم د بالیووډ تر ټولو اوږده فلمونه بلل کیږي. ۱ـ لوک – کارګل (۴ ساعته او ۱۵ دقیقې)دا فلم د ۲۰۰۳ کال په ډيسمبر کې خپور شو. فلم په کارګل کې د هندي عسکرو د جګړې کیسه کوي، چې ډیره برخه يې هملته ووژل شول. فلم کې سودیش بیري، موکیش تیواري او اجي دیوګن کار کړی دی. دا فلم ۴ ساعته او ۱۵ دقیقې کې اوږد دی. ۲ـ میره نام جوکر (۴ ساعته او ۴ دقیقې)دا فلم په ۱۹۷۰ کال کې خپور شو. فلم کې راج کپور او درمندر کال کړي. فلم د راجو د پلار کیسه کوي. د راجو پلار په سرکس کې پوره تجربه درلوده. ۳ـ سنګم (۳ ساعته، ۵۸ دقیقې)سنګم هم د راج کپور فلم دی، چې په ۱۹۶۴ کال کې خپور شو. ۴ـ لګن (۳ ساعته، او ۴۴ دقیقې)لګن د عامرخان فلم دی، چې د ۲۰۰۱ کال په جون کې خپور شو. فلم د برتانیا تر واکمنې لاندې د هندوانو په ژوند او زحمت راڅرخي. ۵ـ خطرناک (۳ ساعته، او ۴۳ دقیقې)خطرناک د سنجي دت او فرا ناز ګډ فلم دی، چې په ۱۹۹۰ کال کې خپور شوی. دا یوه رومانټیکه ډرامه ده. ۶ـ محبتتیان (۳, ...ادامه مطلب

  • "د ولسي جرګې د مرستيالانو د ټاکنې لړۍ د پيسو معاملو اوږده کړې"

  • Pajhwok combines its expertise and experience in news reporting with a telecom firm and thus reach a wider audience in an effective way. To subscribe: English News Update : Send 83 to 824Dari News Update : Send 84 to 824Pashto News Update : Send 85 to 824 This entry passed through the Full-Text RSS service - if this is your content and you're reading it on someone else's site, please read the FAQ at fivefilters.org/content-only/faq.php#publishers., ...ادامه مطلب

  • د ډنډغوري عمليات د عامو خلکو د ژوند د خونديتوب په موخه اوږده شوي

  • مزارشريف (پژواک، ۹ کب ۹۴): د شمال زون د ٢٠٩شاهين قول اردو مسوولين وايي، دبغلان ولايت د ډنډغوري عمليات د عامو خلکو د ژوند د خونديتوب په موخه اوږده شوي دي. د يادې قول اردو مرستيال رجب علي راشد د کب په ۹مه، د قول اردو له ۲۵۰ کنډک څخه د فارغينو د غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په شمال زون کې د پسرلنيو عملياتو لپاره پوره چمتووالی لري. د شاهين قول اردو له ۲۵۰ کنډک څخه ۱۳۷۰ تنه له دوه مياشتنيو نظامي زده کړو څخه وروسته فارغ شول. د شاهين قول اردو مرستيال وويل،چې دغه سرتېري به د شمال او شمال ختيځ زون په نظامي قطعاتو کې جذب کړای شي. نوموړي زياته کړه، له دغو سربازانو څخه به ۱۰۵۰ تنه د يادو زونونو قطعاتو ته واستول شي، ۲۰۰ به يې د ټيم ليډرۍ لپاره شپږ اونۍ نورې زده کړې وکړي او ۵۰ تنه به يې د موټرچلونې برخې ته وټاکل شي.  همداراز له يادو سرتېرو څخه به ۷۰ تنه د ځانګړو عملياتو د زده کړې لپاره شپږ اونۍ نورې زده کړې هم وکړي. د قول اردو مرستيال راشد د شمال زون په بېلا بېلو ولايتونو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې روان عمليات بريالي وبلل او زياته يې کړه، چې له تېرو څو ورځو د شمال زون جوزجان او فارياب ولايتونو ته د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم راتګ د سرتېرو د مورال لپاره ښه ګام دی او دوی يې هرکلی کوي. د هغه په وينا، دوی په شمال زون کې د شفق په نامه د پسرلنيو عملياتو د پيلېدو په درشل کې دي. راشد د بغلان په ډنډغوري سيمه کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د روانو عملياتو په اړه وويل، دغه عمليات عامو خلک ته د مرګ ژوبلې نه اړولو په موخه اوږده شول. نوموړي زياته کړه، په ياده سيمه کې بهرني وسله وال مخالفين هم شته او په سيمه کې يې د ځان ساتنې لپاره خندقونه کېندلي دي. د ده په خبره، په ياده سيمه کې د عامو خلکو د استوګنې له امله دوی هڅه کوي، په احتياط سره وړاندې لاړ شي. د بغلان ولايت په ډنډغوري سيمه کې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات روان دي، چې له امله يې د سيمې سلګونه کورنيو ته مالي زيان اوښتی او بېځايه شوې هم دي. This entry passed through the Full-Text RSS service - if this is your content and you're reading it on someone else's site, please read the FAQ at fivefilters.org/content-only/faq.php#publishers., ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها