Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «اسټرالیا» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

پاکستان له اسټرالیا څخه راروانې شل اوریزې لوبې نشي ګټلای!

  • سمیع الله درانی د پاکستانۍ لوبډلې پخواني لوبغاړي عاقب جاوېد ویلي، چې پاکستان به راروانې درې شل اوریزې لوبې په هیڅ صورت له اسټرالیا څخه ونه ګټي. هغه چې له ۱۹۸۹ م کال څخه تر ۱۹۹۸ م کال پورې له پاکستانۍ , ...ادامه مطلب

  • راشدخان، ۲۶ کلن اسټرالیایي لوبغاړي ته د توپ اچونې چل وښود

  • افغان ګوګلي ماسټر چې اوس یې د شلم کال په دُرشل قدم اېښی، د بېګ باش لیګ په دوام د اسټرالیا سپېنر توپ اچوونکي اډم زمپا ته د مړوند لېګ برېک توپ اچونې چل ور زده کړ. ادم زمپا چې د اسټرالیا په ویلز سیمه کې , ...ادامه مطلب

  • اسټرالیاوي شین واټسن د کریس ګیل لار غوره کړه

  • د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې پخواني پیلز توپ وهونکي شین واټسن د هندوستان د کورني کرکټ غوره لیګ (آي پي ایل) ۲۰ اوریزه سیالیو یولسم پړاو کې سلیزه جوړه کړه.  د (آي پي ایل) سیالیو یولسم پړاو ۱۷ مه لوبه کې نوموړي د چینایي سوپر کینګز لوبډلې په ګټه په اوپنینګ یا پیل توپ وهنه کې د راجستان رایلز لوبډلې خلاف په ۵۷ بالونو چټکې ۱۰۶ منډې جوړې کړې، چې په توپ وهنه کې ۹ څلو, ...ادامه مطلب

  • د کرکټ نړیوال جام ؛اسټرالیا د هندوستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي

  • د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو د ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو د پای لوبه کې اسټرالیا د هندوستان لوبډلې سره مخامخ شوه. د دې جام په لمړۍ نېمه پای لوبه کې افغانستان د اسټرالوۍ لوبډلې خلاف ماتې وخوړه او په دویمه نيمه پای لوبه کې هندوستان د پاکستان خلاف د ۲۰۳ منډو بریا خپلولو سره تر فاینل ورسیدل. په همدې جام کې د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډله د کرکټ نړیوال جام سیالیو څخه د ترلاسه شوي څلور مقام سره بیرته هېواد ته راستنیږي. افغان لوبډلې په دې سیالیو کې د پاکستان، سریلنکا او د کوربه نیوزیلینډ لوبډلو ته ماتې ورکړې، خو د ایرلینډ او اسټرالیا څخه یې ماتې وخوړې. بل خوا پاکستانۍ لوبډلې د هندوستان څخه په ماتې خوړلو پای لوبې ته د روتګ څخه پاتې شوه او د دریم مقام خپلولو په موخه یو ځل بیا د افغان لوبډلې سره مخامخ شوه، خو په نیوزیلینډ کې د زیات اورښت یا باران له کبله د دواړو لوبدلو ترمنځ سیالي لغوه اعلان شوه. د دریم مقام خپلولو په موخه سیالي چې د باران له کبله د لوبڅارانو لخوا لغوه اعلان شوه او پاکستانۍ لوبډلې چې د ګروپ سیالیو په مرحله کې په خپل ګروپ کې لمړی او افغان لوبډلې دویم مقام خپل کړی و، نو پر همدې اساس پاکستان دریم او افغان لوبډلې څلورم مقام خپل کړ. د ۲۰۱۸ م کال د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د تیرې جنورۍ میاشتې په ۱۳ مه نېټه د ۱۶ لوبډلو په ګډون په نیوزیلینډ کې پیل شوې، چې , ...ادامه مطلب

  • د شپږیزو ماسټر په بیګ باش کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته رسیدلی !

  • د کرکټ نړۍ پياوړی توپ وهونکی او د شپږیزو ماسټر ویسټ انډیزی کریسټپر هینري ګیل د اسټرالیا د کورني بیګ باش ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته رسیدلی دی. د پاکس سپورټز ڼړیوالې ویب پاڼې د معلوماتو له مخې کریس ګیل، چې د کرکټ په ډګر کې د توپ وهنې یو خطرناک لوبغاړی شمیرل کیږي، په دغه لیګ کې به د ملبرن رینیګیډز لوبډلې په ګټه ولوبیږي. د بیګ باش په دغه ۲۰ اوریزه تجارتي کرکټ سیالیو کې د آډلایډ سټرایکرز، بریسبان هیټ، هوبرټ هریکنز، ملبرن سټارز، پیرت سکارتچرز، سډني سیکسرز او سډني تندرز لوبډلو کې د کرکټ پیاوړو لوبغاړو ته د لوبیدو چانس وي، چې دا ځل پکې د افغانستان څخه هم دوه لوبغاړو محمد نبي عیسی خیل او راشد خان هم ګډون کړی دی. د ملبرن رینیګیډز هغه لوبډله ده، چې پکې د اسټرالوي لوبغاړو ترڅنګ افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل، ویسټ انډیزی ډیرن براو هم لوبیږي او اوس یې د ملاتړ په موخه کریس ګیل هم ور ورسید. کریس ګیل د بیګ باش په تیر پړاو سیالیو کې اسټرالوۍ ژورنالیستې ته د سپکو خبرو په کولو سره په دغه لیګ کې د سیالیو بندیز سره مخ شوی و، خو یو ځل بیا دغه لیګ کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته رسیدلی دی. ګیل او هغه استرالیاوۍ خبریاله چې ده ورته بدې خبرې کړې وې ویسټ اڼدیزي کریس ګیل په دې وروستیو کې د بنګله دیش کرکټ پریمیر لیګ سیالیو په وروستۍ لوبه کې د ۱۶ شپږیزو په ترسره کو, ...ادامه مطلب

  • راشد خان د بیګ باش سیالیو کې د ګډون په لپاره اسټرالیا ته ولاړ

  • شریکول د افغانستان او نړیوال کرکټ مشهوره ځوان ګوګلي ماسټر راشد خان د اسټرالیا د کورنیو بیګ باش کرکټ سیالیو کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته ولاړ. د افغان کرکټ ملي لوبډلې دې لوبغاړي راشد خان د خپلې ټولنیزې شبکې رسمي فیسبوک پاڼې څخه خبر ورکړی، چې نوموی د بیګ باش په سترو تجارتي کرکټ سیالیو کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته ولاړ. په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ د کرکټ تجارتي بیګ باش سیالۍ لکه د هندوستان اي پي ایل لوبو په څیر خورا جالبه او مشهوره سیالۍ دي، چې د کرکټ نړۍ پیاوړي لوبغاړو ته پکې د لوبیدو موقع وي. د بیګ باش تجارتي کرکټ دې پړاو سیالۍ د روان ۲۰۱۷ م کال د همدې وروستۍ ډیسمبر میاشتې په ۱۹ مه نیټه پیل کیږي او د ۲۰۱۸ م کال د فیبرورۍ میاشتې تر څلورمې نیټې به دوام وکړي. په دې سیالیو کې د آډلایډ سټرایکرز، بریسبان هیټ، هوبرټ هریکنز، ملبرن رینګیډز، ملبرن سټارز، پیرت سکارتچرز، سډني سیکسرز او سډني تندرز لوبډلې شاملې دي. د دې پړاو سیالیو کې به افغان لوبغاړی راشد خان د اسټرالوي ټراویس هیډ په لوبډلمشرۍ کې اډلایډ سټرایکرز لوبډلې په ګټه د لمړي ځل لپاره لوبې ترسره کړي. د یادونې وړ ده، چې په همدې سیالیو کې به د افغان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل، چې اوس مهال په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ ۱۰ اوریزه, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها