Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «اسناد» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

پکتيا کې اويا سلنه روغتيايي مرکزونه د فعالیت قانوني اسناد نه لري

  • ګردېز (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٦): په پکتيا کې ډېری شخصي روغتونونه، د بېلابېلو برخو صحي کلينيکونه، درملتونونه او د درملو واردوونکو کمپنيو د استازو دفترونه له قانوني اسنادو پرته فعاليت کوي.د پژواک خبري اژانس د پلټنو له مخې، اوسمهال د دغه ولايت د نهو شخصي روغتونونو له ډلې پنځه او د درملو له واردوونکو ۲۵ کمپنيو څخه ۱۹ يې د فعاليت جوازونه نه لري. په ګردېز کې د شته شخصي کلينيکونو له ډلې يوازې دوه د فعاليت رسمي جواز لري او له ۴۷ لابراتوارونو ۳۱ یې جواز نه لري. همدارنګه په ۲۷۵ درملتونونو کې ۱۰۷، په ۶۴ شخصي معاينه خانو کې ۳۵ او د غاښونو په ۳۸ کلينيکونو کې ۲۶ د فعاليت کولو قانوني جوازونه نه لري. پر دې سربېره په ګردېز ښار کې د اکسرې ۱۳ کلينيکونه شته چې ټول يې بې جوازه دي او د درملو د ۱۵ عمده پلورنځيو له ډلې بيا يواځې دوه يې جواز نه لري. نو د پورتنيو شمېرو له مخې، په پکتيا کې شاوخوا اويا سلنه روغتيايي مرکزونه له قانوني اسنادو پرته فعاليت کوي. خلک د روغتيايي مرکزونو خپلسری او ناکنټروله فعاليت د سختې اندېښنې وړ بولي او وايي چې د دې ډول فعاليتونو له امله ناروغان د ښه کېدو پر ځای لا پسې ناروغېږي. د ګردېز یوه اوسېدونکي انجنير وحيدالله پژواک ته وويل چې پرته له اسنادو فعاليت کول، د خلکو له ژوند سره لوبې دي. وحيدالله وايي: ((غير مجوز يانې قانوني جواز نه لري، قانون ته مسوول نه دي او هر څه يې چې زړه وغواړي، , ...ادامه مطلب

  • دستان مافیایی در پشت سر انتخابات شورای ولایتی غزنی؛ جعل اسناد تحصیلی و…

  • دستان مافیایی در پشت سر انتخابات شورای ولایتی غزنی؛ جعل اسناد تحصیلی و… 2 ساعت قبل انتخابات شورای ولایتی غزنی یکی از پر تنش‌ترین انتخابات‌های بود که امسال در افغانستان برگزار شد در این انتخابات لطیفه اکبری و نصیراحمد فقیری با به دست‌آوردن آرای مساوی هیچ یک نتوانستند ریاست شورا را به دست بیاورند و قرار شد پس از بررسی مدارک تحصیلی و تجربۀ کاری کمیسیون مشترکی از نماینده‌ها، نهادهای عدلی و دفتر ولایتی کمیسیون مستقل انتخابات یکی از این دو تن رییس شورای ولایتی بزگزیده شود.این درحالیست که در سندی که بدست ما رسیده گفته شده که «روز شنبه (28عقرب) انتخابات به دلیلی صورت نگرفت که وکلا میدانستند که نصاب را پوره کرده نمی‌توانند.»روز یک شبنه بخاطر عدم حضور وکلا انتخابات برگزار نشد و روز دوشنبه بعد از ظهر ج,مافیایی,انتخابات ...ادامه مطلب

  • ننګرهار کې ۲۰۵ بې اسناد موټرسايکل او موټر نيول شوي

  • جلال اباد (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۵): چارواکي وايي، د ننګرهار ځانګړې قطعې په جلال اباد ښار کې د پيل کړو عملياتو په ترڅ کې ۲۰۵ بې اسناده موټرسايکل او يو شمېر موټر نيول شوي دي. د امنيتي ځواکونو دې ځانګړې قطعې تېر مازديګر په جلال اباد ښار کې خپل عمليات پيل کړل او تر اوسه دوام لري. د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د چنګاښ په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد عمليات بريالي روان دي او ښې پايلې يې درلودلې دي. مشرقيوال وايي: ((له څو ورځو  راهيسې تر نن پورې ۲۰۵ بې اسناده موټرسايکل او يو شمېر موټر نيول شوي، د يو شمېر موټرو له ښیښو تور فلمونه پاک شوي دي.)) بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، تر دې وروسته به د بې اسنادو موټرو ګرځوونکو سره قانوني چلند کېږي او په ښار کې به د غير مسووله وسله والو مخه نيول کېږي. د والي وياند وايي: ((د امنيتي ځواکونو ځانګړې قطعې په ښار کې جدي عمليات پيل کړي، د دې عملياتو د ښې اغېزې لپاره لومړی د ننګرهار والي او د ولايتي شورا رييس د خپلو موټرو ښيښې سپينې کړې.)) د جلال اباد ښار اوسېدونکي برهان الله پژواک اژانس ته وويل، دا عمليات بايد دوامداره شي چې له امله به يې په ښار کې د ډېرو پېښو مخه ونيول شي. نوموړي له مرکزي حکومت هيله وکړه چې د دغه ولايت امنيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي. د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار چارواکي وايي چې پوليسو يې په تېرو دريو مياشتو کې ۲۶ کسان د انسان تښتونې او ۳۹ د غلاوو په تور نيولي دي. د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال قدرت الله عزبزي ويلي، نيول شوي کسان يې څارنوالۍ ته معرفي شوي او له نور څېړنې روانې دي. This entry passed through the Full-Text RSS service - if this is your content and you're reading it on someone else's site, please read the FAQ at fivefilters.org/content-only/faq.php#publishers.Recommended article from FiveFilters.org: Most Labour MPs in the UK Are Revolting., ...ادامه مطلب

  • ملا منصور په بلوچستان کې د شخصي کور اسناد هم لرل

  • Pajhwok combines its expertise and experience in news reporting with a telecom firm and thus reach a wider audience in an effective way. To subscribe: English News Update : Send 83 to 824Dari News Update : Send 84 to 824Pashto News Update : Send 85 to 824 Let's block ads! بخوانید, ...ادامه مطلب

  • مشرانو جرګې د ټوټاپ پروژې اړوند اسناد له څېړنې پرته حکومت ته وسپارل

  • Pajhwok combines its expertise and experience in news reporting with a telecom firm and thus reach a wider audience in an effective way. To subscribe: English News Update : Send 83 to 824Dari News Update : Send 84 to 824Pashto News Update : Send 85 to 824 Let's block ads! بخوانید, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها