هند له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي
کابل (پژواک، ٢٥ وږى ٩٥): هند له افغانستان سره د يو ميليارد ډالرو مرستو د اعلان تر څنګ د بنديانو د تبادلې، د سوداګرۍ د عدلي او قضايي سيستم او فضايي ټکنالوجۍ په برخو کې د همکارۍ هوکړه ليکونه لاسليک کړي دي. دغه څرګندونې د ولسمشر وياند هارون چخانسوري نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال هند ته د ولسمشر مح...
دوه پاڅونوال ووژل شول
By يوسف ظريفي on 15 September 2016 جلال اباد (پژواک ٢٥ وږى ٩٥): د ننګرهار چارواکي وايي، په نازيانو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله درېيو پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن مازيګر په شاوخوا پنځو بجو د نازيانو په لنډۍ س...
هند له افغانستان سره يو ميليارد ډالر مرسته کوي
کابل(پژواک،٢٤وږى٩٥): د هند لومړى وزير وايي چې هېواد به یې له افغانستان سره د ښوونې او روزنې، برېښنایي حکومتوالۍ، زیربنا او نورو برخو کې یو میلیارد ډالر مرسته وکړي. دغه څرګندونې په هغه اعلاميه کې شوي دي چې د افغان ولسمشر له مطبوعاتي دفتر څخه د وږي٢٤مه پژواک خبري اژانس ته را ليږل شوې ده. ولسمشر محمد ا...
خوږياڼى: بټي کوټ کې د يو قوماندان په ګډون شپږ طالبان وژل شوي
By یوسف ظریفی on 13 September 2016 جلال اباد ښار(پژواک،٢٣ وږى ٩٥): چارواکي وايي، د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د پوځي عملياتو پر مهال د "زرقاوي" په نوم د وسله والو طالبانو يو قوماندان او د هغه پنځه ملګري وژل شوي دي. د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات ...
سور صليب د کندهار پر ميرويس روغتون بريد غندي
کابل (پژواک، ٢٣ وږى ٩٥): د سره صليب کمېټه کندهار کې پر ميرويس روغتون بريد په سختو ټکو غندي او وايي چې روغتيايي مرکزونه د نړيوالو قوانينو له مخې خوندي ځايونه دي او بايد له ګواښ سره مخ نه شي. تېره ورځ د کندهار په مرکز کې ميرويس روغتون ته دوه وسله وال ننوتل چې د امنيتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول. د ک...
ملا معتصم : د بهرنیو ځواکونو وتلو سره د جګړې دکمېدو پر ځای زیاته شوه
کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۰۹۵): پخواني طالب چارواکي ملا اغا جان معتصم ویلي، چې جګړه د حل لاره نه ده او باید نوره دا روانه لانجه د تفاهم له لارې حل شي. ملا اغا جان معتصم د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر له نږدې کسانو څخه و او د مالیې وزیر و، دغه څرګندونې د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت پخپل پیغام کې کړې دي. هغه...
د کندهار اوسېدونکو د ايران په شېراز کې له افغانانو سره شوى چلند وغانده
کندهار (پژواک، ٢٠ وږى ٩٥): د کندهار مدني فعالانو، فرهنګيانو او خبريالانو د ايران په شېراز کې له افغانانو سره شوى چلند په سختو ټکو وغانده او له ولسمشر څخه يې وغوښتل چې دغه موضوع په جديت تعقيب کړي. د راپورونو له مخې، د روان کال د وږي په ١٧مه د ايران په شېراز ښار کې پوليسو يو شمېر افغانان په قفسونو کې ...