By On Dec 28, 2017 - 16:45 محمود راقي (پژواک، ٧ مرغومى ٩٦) : د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ يو پوليس پر وسله والو مخالفينو د مرميو د پلور په تور نيول شوى دى. د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د مرغومي په ٧ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پوليس جميل اغا نومېږي او د ولايت د مرکز اوسېدونکى دى. هغه زياته کړه،دغه پوليس په تګاب ولسوالۍ کې دنده لري اوولسوالۍ څخه يې د کلاشينکوف، پيکا او د راکټ مرمۍ راوړې وې او غوښتل يې چې نن يې پر وسله والو مخالفينو وپلوري. د يوسفزي په وينا، هغه د کشفي او امنيتي ارګانونو له خوا له مهماتو سره يو ځاى نيول شوى دى، خو ده يې کچه په ډاګه نه کړه. د امنيه قوماندانۍ وياند وويل، دا لومړى ځل دى چې د پوليسو په ليکه کې دا ډول پېښه رامنځته کېږي. , ...ادامه مطلب