
لیکنه: امنډا فرویلیچ ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل که څومره هم د نورو خلکو په اړه فکر وکړو چې ګوندې دوی به ښه او خوشاله ماشومتوب درلود او ښه به لوی شوي وي، نو بیا هم دا هرڅه رښتیا نه دي. لږ تر لږه د هر انسان په ذهن او یا هم وجود کې د ماشومتوب د وخت یو نه یو ټپ وي، چې وروسته په ژوند کې بیا د عمر په تیریدو سره په یوه نا اشنا عادت، ویرې او یا هم ناوړه چلند بدل شوی وي.خو دا اصل بیا ټولو هغو کسانو ته نه راجع کیږي، چې په ماشومتوب کې د وهلو ټکولو او ځورونې قرباني شوي وي، ډیری وخت له دغې ډلې یوازې ځینې یې مثال ګرځیدلي دي. د دوی په وجود کې له بې لفظۍ او چل ول څخه نیولې د تعارف په سخته توګه منلو پورې مسایل موجود وي. په همدې اساس، که چیرې تاسې اوسمهال له یوه داسې کس سره لیده کاته کوئ او یا هم پیژنئ یې، چې ...
ادامه مطلب