Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «پلور» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

کابل ښار کې له صحي چک پرته د غوښې پلور د اندېښنې وړ دى

  • نیلوبلاگ

    کابل (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٦): که څه هم هره ورځ په کابل ښار کې زرګونه څاروي ذبحه کېږي، خو له مخکې صحي چک نه لري او غوښه يې په دوه زره قصابيو کې د شاوخوا لسو تنو له لوري کتل کېږي چې له امله يې د ناروغيو خپرېدو اندېښنې شتون لري.د پژواک خبري اژانس موندنې څرګندوي چې د کابل ښار اکثره قصابان خپل څاروي په خپلو کورونو يا هټيو کې ذبحه کوي؛ ځکه چې په ښار کې يوازې دوه ذبحه ځايونه شته چې يو يې په دفاع وزارت پورې اړوند دى او بل يې هم خصوصي سکتور د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند کمپنۍ ساحه کې جوړ کړى چې لرې دى او د ټولو قصابانو لاسرسى ورته ګران دى. د کمپنۍ په مسلخ کې هم له ذبحې وړاندې د څارويو د چک امکانات نشته او د کابل ښار په کچه د يوه ذبحه ځاى شتون هم اړتياوې نه شي پوره کولي. دا ستونزه په داسې حال کې مطرح ده چ...

    ادامه مطلب
  • لاس پلورونکو د ميوند واټ نيمه برخه د ميليونونو افغانيو په بدل کې نيولې ده

  • نیلوبلاگ

    کابل (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٦): لاس پلورونکي معلولينو ته هره مياشت د ميليونونو افغانيو په ورکړې سره د کابل ښار پر "ميوند واټ" د کار اجازه ترلاسه کوي چې دغه کار د ترافيکې جريان د بندښت تر څنګ خلک هم له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.د دې تر څنګ دا ادعا هم کېږي چې پر معلولينو سربېره د ښاروالۍ کارکوونکي او پوليس هم له لاس پلورونکو پيسې اخلي او دا چاره د دې لامل شوې چې د سړک نږدې نيمايي برخه د لاس پلورونکو له لوري ونيول شي او موټر دغه دوه کيلومتره لاره په شاوخوا نيم ساعت کې ووهي. د دغه واټ نږدې نيمه برخه چې نږدې ٢٠ متره پلنوالى لري، تختونو، کپو او کراچيو نيولې چې لاس پلورونکي په کې غالۍ، زاړه او خوراکي توکي او نور پلوري. خلک تر پزې راغلي رحمت الله چې په دې ساحه کې پلورنځي لري، وويل چې دغه وضعيت لارويان...

    ادامه مطلب
  • کابل ښار کې د نشه يي توکيو د پلورونکو مشر ونيول شو

  • نیلوبلاگ

    کابل(پژواک،١٥مرغومى٩٦): امنيتي چارواکي وايي چې د کابل ښار د نشه يي توکيو د پلورونکو مشر نيول شوى او د تيرې شپې د ځانمرګي بريد د څرنګوالي په اړه څيړنې هم پيل شوي دي. دغه څرګندنې د کابل د امنيې قوماندانۍ سرپرست سالم احساس نن د يوې خبرې غونډې پرمهال وکړې. ده وويل چې تيره ورځ پوليس د کابل د نهمې امنيتي حوزې اړوند بنايي سيمې ته ورغلي وو، ترڅو له هټيوالو څخه الکولي مشروبات را ټول کړي. ده وويل چې په دې سيمه کې پوليسو له يو شمير هټيو څخه يوه اندازه الکولي مشروبات را ټول کړل چې پايله کې يې د پوليسو او هټيوالو ترمنځ جګړه پيل شوه. دى وايي چې په دې جګړه کې د کابل ښار د نشه يي توکيو د پلورونکو مشر حسين ونيول شو، خو ساتوونکى يې و وژل شو. هغه زياته کړه: (( له جګړې وروسته د نشه يي توکيو له ډلو سره يو شمير ...

    ادامه مطلب
  • فراه کې د نشه يي توکو د پلورونکو د نيولو عمليات پيل شول

  • نیلوبلاگ

    By On Dec 28, 2017 - 15:58 FARAH CITY (Pajhwok): After Pajhwok published a report about drug sales in weste Farah province, police have launched an operation to arrest drug sellers and many of them have gone into hiding. According to the Pajhwok Afghan News report on... ...

    ادامه مطلب
  • يو پوليس پر وسله والو مخالفينو د مرميو د پلور په تور نيول شوى

  • نیلوبلاگ

    By On Dec 28, 2017 - 16:45 محمود راقي (پژواک، ٧ مرغومى ٩٦) : د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ يو پوليس پر وسله والو مخالفينو د مرميو د پلور په تور نيول شوى دى. د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د مرغومي په ٧ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پوليس جميل اغا نومېږي او د ولايت د مرکز اوسېدونکى دى. هغه زياته کړه،دغه پوليس په تګاب ولسوالۍ کې دنده لري اوولسوالۍ څخه يې د کلاشينکوف، پيکا او د راکټ مرمۍ راوړې وې او غوښتل يې چې نن يې پر وسله والو مخالفينو وپلوري. د يوسفزي په وينا، هغه د کشفي او امنيتي ارګانونو له خوا له مهماتو سره يو ځاى نيول شوى دى، خو ده يې کچه په ډاګه نه کړه. د امنيه قوماندانۍ وياند وويل، دا لومړى ځل دى چې د پوليسو په ليکه کې دا ډول پېښه رامنځته کېږي...

    ادامه مطلب