
کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۹۶): د امریکا د دفاع وزارت وايي چې دغه هېواد په افغانستان کې د خپلو نظامي چارو لپاره د کال ۴۵ میلیارده ډالره لګوي. واشنګټن پوست ورځپاڼې په دې اړه د امریکا د دفاع وزارت په اسیايي چارو کې د یوه مهم چارواکي راندال شریور له قوله په افغانستان کې د دغه هېواد د ډېر لګښت په اړه لیکنه خپره کړې ده. د دغه امریکايي چارواکي په وینا، د افغانستان جګړه د واشنګټن لپاره په کال کې ۴۵ میلیارده ډالره لګښت لري چې ۱۳ میلیارده په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو، پنځه میلیارده د افغانستان امنيتي ځواکونو او پاتې نورې د دغو ځواکونو د لوژستیک او تجیزاتو لپاره دي. له دغو پیسو شاوخوا ۷۸۰ میلیونه ډالره د امریکا له خوا د افغانستان په اقتصادي برخه کې لګول کېږي. دغې ورځپاڼې ویلي چې دغه لګښت له هغ...
ادامه مطلب