Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «ميوند» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

لاس پلورونکو د ميوند واټ نيمه برخه د ميليونونو افغانيو په بدل کې نيولې ده

  • نیلوبلاگ

    کابل (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٦): لاس پلورونکي معلولينو ته هره مياشت د ميليونونو افغانيو په ورکړې سره د کابل ښار پر "ميوند واټ" د کار اجازه ترلاسه کوي چې دغه کار د ترافيکې جريان د بندښت تر څنګ خلک هم له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.د دې تر څنګ دا ادعا هم کېږي چې پر معلولينو سربېره د ښاروالۍ کارکوونکي او پوليس هم له لاس پلورونکو پيسې اخلي او دا چاره د دې لامل شوې چې د سړک نږدې نيمايي برخه د لاس پلورونکو له لوري ونيول شي او موټر دغه دوه کيلومتره لاره په شاوخوا نيم ساعت کې ووهي. د دغه واټ نږدې نيمه برخه چې نږدې ٢٠ متره پلنوالى لري، تختونو، کپو او کراچيو نيولې چې لاس پلورونکي په کې غالۍ، زاړه او خوراکي توکي او نور پلوري. خلک تر پزې راغلي رحمت الله چې په دې ساحه کې پلورنځي لري، وويل چې دغه وضعيت لارويان...

    ادامه مطلب