Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «مخدره» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

افغان انجونو د مخدره توکو سره مبارزې په موخه لومړی ویډیو ګیم جوړ کړ

  • په افغانستان کې د کمپیوټر د کوډ کاروونکو ځوانو میرمنو په توګه، دا ځل په هرات ولایت کې افغان پیغلو په لومړي ځل د ټولنې ځینې ناسم دودونه مات کړي او د کمپیوټر د کوډونو کارولو د زده کړې ترڅنګ یې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه یو ویډیو ګیم پنځولی دی.دغه پیغلې د هرات ولایت په مرکز کې د CTI (Code To Inspire) په نوم د کمپیوټر پروګرامینګ په هغه ښوونځي کې زده کړې کوي، چې یوازې ښځينه طبقې ته ځانګړی شوی دی. دغه ویډیو ګیم له هغو سیمو څخه د مخدره توکو د له منځه وړلو په برخه کې د افغان دولت له هڅو ملاتړ کوي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او په پراخه کچه پکې نشه یې توکي کرل کیږي.د دغو نوښتګرو نجونو له ډلې خاطره محمدي اسوشیټید پریس ته په مرکه کې ویلي، چې (د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه) له یوه ګیم څخه زیات ارزښت لري او دغه ګیم یې د خپل هغه ورور د تجربې پر بنسټ جوړ کړی، چې په هلمند ولایت کې له امریکايي ځواکونو سره ژباړن دی. نوموړې زیاتوي: ” هر ځل چې ورور مې کور ته راځي، نو موږ ته د هغه ځای د کوکنارو او نشه یي توکو د ځمکو، د ماین چاودنو او د مخدره توکو له قاچاق کوونکو سره د جګړو په اړه کیسې کوي.” په همدې اساس، په دغه روزنیز مرکز کې خاطره محمدي او نورې ټولګیوالې یې په دې فکر کې شوې چې لږ تر لږه د کمپیوټر یو ګیم کولی شي چې د خلکو پام ځان ته واړوي، په ځانګړي توګه د ځوانانو او وروسته بیا د نشه یي, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها