
لیکنه: روبین پسنټژباړه: احمد فرهاد توتاخیل ۱- د ګهیځ له مخې هګۍ خوړلد سهار له مخې پروټین لرونکي خواړه خوړل لکه هګۍ، کولی شي چې ستاسې وجود ته انرژي ورکړي او تر ډیره مو ماړه وساتي. همداراز، پروټین لرونکي خواړه شکر ثابت ساتي او د عمر په ډیریدو سره انسان له پښو غورځيدو ژغوري. ۲- ډیر کښیناستل (په ځانګړي ډول تلویزیون ته)کله چې ځای پر ځای ناست یې او تلویزیون وینې، نو په دې سره ستا د بدن د میټابولیک کچه له خپل عادي حالت څخه راښکته کیږي او ان تر دې چې صفري حالت ته رسیږي، چې په دې سره په بدن کې خواړه په انرژۍ نه بدلیږي. له همدې امله، هڅه وکړه چې خپل د تلویزیون لیدلو (۳۰) دقیقې د پلي ګرځیدو ته ځانګړې کړې. ۳- د زړیو “خستکو” ( د کدو، ګل افتاب پرست…) خوړلپه بازار کې د میوو او سبزیجاتو موسمونه ځي او راځي، ...
ادامه مطلب