
داسي ډېر کورنۍ شته چې خپل لور یا خپل خور یا هم د کورنۍ هر غړی چې وي په کم عمر کې ودوي دا ودونه ځیني یې دلیلونه لري لکه د دشمني لپاره یا هم وایې چې د هغه په نامه ده ښه دی چې ژر یې واده کړو یا هم د خراپ...
ادامه مطلب
کابل (پژواک، ۹ غويی ۹۷): د عامې روغتيا وزارت اعلان کړی چې په تېرو درېیو کلونو کې په هېواد کې اساسي روغتيايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ۲۲سلنه ډېر شوی، خو د تېرو درېیو کلونو په پرتله د ميندو د مړينې کچه ۴۵ سلنه او تر پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو د مړينې کچه ۳ سلنه کمه شوې ده.د دغه وزارت چارواکو نن د «د روغتيا د ښه والي او ارقامو د ښې استفادې لپاره چټک ښه والی»...
ادامه مطلب
د ننګیال وزیر لیکنه د پوهنې ستونزه په نویو ښوونځیو نه حل کېږي، په کنفرانسونو او خبرو نه حل کېږي زموږ ستونزه په سیستم کې ده. غني وای که ما د زړه خبرې وکړېپښتانه به مې په سر لرګي کړي مات دا یو څو درته بیانوم. ۱: د ټولې نړۍ سیستمونه او نصاب وګوره اول نه تر دریم ټولکي دوه یا درې کتابه وي چې موخه یې ماشومانو ته یوازې او یوازې لیک لوست ورزده کول وي خو دلته د بده مرغه موږ د اول ټولګي ماشومانو ته ۱۲ مضمونه لرو. پینځم شپږم ته ۱۴ لرو او اووم ته ۱۸ مضمونه لرو چې زما په نظر د نړۍ په هیڅ کوم هېواد کې به نه وي او د شرم خبره ده چې چاته وېلی هم نشو چې موږ دومره زیات مضامین لرو. ۲: درسي کتابونه بېخي غېرمعیاري دي. یو دوه بېلګې درته وایم. د اول ټولګي پښتو کتاب ۱۴۶ صفحې دی همداسې نور. اوس د اول ټ...
ادامه مطلب
کندهار (پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۶): د کندهار امنیه قوماندان وايي، حکومت دې له اساسي قانون څخه د خپلو مخالفانو پر وړاندې د شخصي وسیلې په توګه کار نه اخلي. نوموړي دغه څرګندونې د ولایت مقام د غونډو په تالار کې د اساسي قانون د اوونۍ د نمانځلو غونډې ته وکړې چې د هغه تر څنګ په کې د کندهار والي زلمي ويسا، د ولایت مقام مرستيالانو، د سرحدونو او قبایلو چارو وزير محمد شفيق ګل اغا شېرزي، قومي مشرانو، مدني فعالانو، مېرمنو او سلګونو عامو خلکو ګډون کړی وو. جنرال عبدالرازق وویل، د افغانستان اساسي قانون د ډېرو قربانیو په پایله کې جوړ شوی او په تمامه معنا له اسلامي شریعت سره سمون لري. خو هغه وویل چې تل له اساسي قانون څخه په یوه او بله ناسمه ګټه اخیستل شوې ده. نوموړي وویل، دا سمه ده چې په اساسي قانون کې به ځینې ستون...
ادامه مطلب
ژباړه/ ساحل منګل د ژمي په موسم کې يو شمېر ناروغۍ د معدني موادو له کمښت څخه رامنځ ته کيږي، مونږ کولای شو د لاندې ويټامينونو له لارې د بدن اوبه پوره کړو او د يو شمېر ناروغيو مخه ونيسو. په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ ويټامين سي: د ژمي په پيل سره تبه، سينه بغل او آنفلوآنزا او نورې ناروغۍ يو ځای وي. دا په داسې حال کې ده، چې د ويټامين سي د مصرفولو له امله د بدن دفاعي سيستم قوي کيږي او يا دغه ناروغۍ اوږدوالي ته نه پريږدي. ويټامين سي يو ډول اکسيد ضد دی چې په بدن کې د التهاب د کمېدو لامل هم کيږي. د ژمي په موسم کې کولای شو، چې د خپل اړتيا وړ ويټامين سي د ژيړ رنګو سبزيجاتو څخه لاس ته راوړلی شو. ويټامين ډي: که څه هم د ويټامين ډ...
ادامه مطلب
کابل (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٦): ولسمشر وايي، حکومت د اوبو د مهارولو لپاره اساسي تدابير په پام کې لري. نوموړي، دغه خبرې نن ماښام د خوګیاڼیو قوم له استازو او مشرانو سره په ارګ کې په کتنه کې کړې دي. له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په دې کتنه کې وویل، ملي دفاع وزارت ته یې لارښوونه کړې چې د ننګرهار د خوګیاڼیو ولسوالۍ په ګډون ټولې اړوندې سیمې له دښمن څخه پاکې کړي. نوموړي د امنیت د تامین په برخه کې د ولسونو رول مهم وباله او له یادو مشرانو څخه یې وغوښتل چې د تل په څېر د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر شا ودرېږي. هغه زیاته کړه، د نوي قراراد په اساس به د کابل – جلال اباد لویه لاره په اساسي توګه جوړه شي. ده څرګنده کړه، له منځنۍ اسیا څخه د ۱۰۰۰ مېګا واټه برېښنا له و...
ادامه مطلب