جلال اباد (پژواک، ١٣ غويى ٩٥): په ختيځ زون کې د پوليسو د لوژستيک حمایوي قطعې ته غځېدلی سړک د نږدې ٦٩ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سړک د بهسودو ولسوالۍ اړوند د بينيګا سيمې څخه د پوليسو تر لوژستيک حمايوي قطعې پورې غځېدلی دى.
هغه زياته کړه، یاد سړک چې ٣ کيلومتره اوږودوالى او شپږ کيلومتره سور لري، پرې ٦٨ ميليونه ٥١٣ زره افغانۍ لګښت راغلى چې د سيستيکا ادارې له خوا ورکړل شوې او چارې يې په شپږو مياشتو کې بشپړې شوې دي.
د سړک د پرانيستې په مراسمو کې د ننګرهار د فوايد عامې ريييس انجنير حمدالله طلوع، د امنيې قوماندانۍ اداري مرستيال سمونوال قاري اميرخان لېوال، د جلال اباد ښاروال حميدالله افغان او د کورنيو چارو وزارت د تعميراتو رياست پلاوي ګډون کړي و.
د امنيې قوماندانۍ اداري مرستيال سمونوال قاري اميرخان لېوال د سړک پر جوړېدو خوښي ښکاره کړه او د فوايد عامې، ښاروالۍ او د سړک جوړوونکي شرکت له مسوولينو يې مننه وکړه چې د سړک په جوړېدو کې يې خپلې پوره هلې ځلې کړې دي.
هغه زياته کړه چې له دغه سړک سره به د حمايوي قطعې منسوبينو تر څنګ د يادې سيمې د خلکو شته ستونزې هم حل شوې.
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 396 تاريخ : دوشنبه 13 ارديبهشت 1395 ساعت: 13:13