پاکستاني پوځيانو سره په جګړه کې شهيد شوی سرتېری خارو ته وسپارل شول

ساخت وبلاگ

جلال اباد(پژواک، ۱۰ غویي ۹۵): د ننګرهار ولایت او د سرحدي ځواکونو چارواکي په مومند دره کې د یوه افغان سرتیري د جنازې په مراسمو کې اعلان وکړ، چې امنیتي ځواکونه به د خپلو پولو ساتنه وکړي.

تېره اونۍ د ننګرهار ولایت د ګوشتې او مومند درې ولسوالې پر ځینو سرحدي پوستو پاکستان پوځیانو بریدونه وکړل، چې په کې یو سرتیري شهید او دوه نور ټپیان شوي وو.

د احمد بلال په نامه د دغه شهید سرتیري جنازه د غویي په ۱۰مه، د جلال اباد په شیرزي لوبغالي کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې واخیستل شوه او په خپله پلارنۍ هدیره خوږیاڼو کې خاورو ته وسپارل شوه.

د افغانستان د سرحدي ځواکونو پر عمومي قومندان پاسوال رحمت الله روفي سربېره یو شمیر سیمه ییزو ملکي او پوځي چارواکو او ځایي اوسیدونکو په دې جنازه کې برخه اخستې وه.

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي په خپلو خبرو کې احمد بلال ملي اتل وباله او ژمنه یې وکړ، چې د دغه شهید کورنۍ به یواځې نه پریږدي.

والي وویل: (( احمد بلال د هیواد له خاورې څخه په ساتنه کې شهید شوی او حکومت به یې، اتلوالي هیره نه کړي.))

د هغه په وینا، سرتیري ژمن دي چې، د هیواد له لویشیت، لویشت خاورې به دفاع وکړي.

اخوا د افغانستان د سرحدي ځواکونو عمومي قومندان پاسوال رحمت الله روفي د دې مراسمو په څنډه کې پژواک ته وویل(( احمد بلال له هیواده د په دفاع کې شهید شوي او د هغه ټول امتیازات به یې کورنۍ ته ورسیږي.))

روفي یادونه وکړه،سرتیري له خپلو پلو څخه د ساتنې توان لري او دا یې شعار دي، چې "سر ورکوي، خو سنګر نه ورکوي"

د جنازې په یادو مراسمو کې، د ننګرهار ولایت یو شمیر قومي مشرانو، مدني فعالانو او د ولایتي شورا ځینو وکیلانوبرخه لرله.

لسګونو دغو کسانو تر دې وروسته د یوه لاریون په ترڅ کې پر پاکستان غږ وکړ، چې پر افغان خاوره خپل بریدونه ودروي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 305 تاريخ : شنبه 11 ارديبهشت 1395 ساعت: 1:51