ویرات کولي: هغه څه چې ډوني کرکټ کې کولی شي، بل څوک یې نه شي کولی

ساخت وبلاگ

تاسې ښه خبر یاست، چې هندوستان او اسټرالیا ته د ۲۰۱۸ کال په نومبر میاشت کې د درې شل اوریزو، څلورو ټېسټ او درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کړی و.

هندۍ لوبډله د نومبر په ۲۱ مه نېټه استرالیا ته تللې وه؛ دې دوه لوبډلو لومړی درې شل اوریزه لوبې وکړې، یوه اسټرالیا وګټله، یوه هندوستان وګټله او یوه لوبه باران بې پایلې کړه.

د شل اوریزو لوبو سیریز مساوي شو.

ورپسې دواړو لوبډلو د ډېسمبر په ۶ مه نېټه د څلورو ټېسټ لوبو لړۍ پیل کړه، ټېسټ لوبو کې لومړۍ لوبه هند په ۳۱ منډو وګټله.

دوهمه لوبه اسټرالیا په ۱۴۷منډو وګټله، دریمه ټېسټ لوبه مساوي شوه او وروستۍ ټېسټ لوبه هندوستان وګټله او په دې ډول هندوستان په لومړي ځل په اسټرالیا کې د ټېسټ لوبو سیریز وګاټه او د ویرات کولي په لوبډلمشرۍ کې یې ریکارډ جوړکړ.

له دې وروسته د یو ورځنیو لوبو لړۍ دواړو لوبډلو د ۲۰۱۹ م کال د جنوري په ۱۲ مه نېټه پیل کړه.

لومړۍ یو ورځنۍ لوبه اسټرالیا په ۳۴ منډو وګټله او د لوبلړۍ پیل یې په بریا وکړ.

په ټېسټ او شل اوریزې لوبو کې ډوني نه و؛ خو په یو ورځنیو لوبو کې په نوملړ کې شامل شو.

د اسټرالیا خلاف درې یو ورځنۍ لوبې او د ډوني ۱۹۳ منډې
ډوني چې اوس ۳۷ کاله عمر لري د هندۍ لوبډلې بریالی لوبډلمشر او خطرناک منځنی هېټر توپ وهونکی دی، نوموړي د اسټرالیا خلاف درې واړو لوبو کې بې جوړې توپ وهنه وکړه، هغه په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ۵۱ منډې وکړې.

دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې ډوني ۵۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډلې د ده او ویرات کولي په ښې توپ وهنې لوبه وګټله او سیریز یو د یو پر وړاندې مخته ولاړ.

دریمه یو ورځنۍ لوبه چې د جمعې په ورځ د جنوري په ۱۸ مه نېټه ترسره شوه، ډوني پکې یو ځل بیا خپل ځان او وړتیا د لمر په څېر روښانه کړه، هغه په ۱۱۴ توپونو ۸۷ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې پکې یې ۶ څلوریزې وهلې وې.

ډوني له لوبغالي په داسې حال کې ووت چې د سیریز د بریا خوښي ورسره مله وه.

هغه په دغې لوبه کې له کېدر جداف سره اوږده ملګرتیا وکړه او هندوستان ته یې په ۷ وېکټو بریا ورکړه.

دا په اسټرالیا کې د هندوستان دوهم سیریز و، چې هندوستان وګاټه، لومړی یې ټېسټ لوبلړۍ یوړه او اوس یې د یو ورځنیو لوبو لړۍ هم وګټله.

کله چې د ډوني له خوا بې سارې لوبه نندارې ته وړاندې شوه، نو ویرات کولي هم د سیریز په بریا کې د ډوني په صفت خوله پرانېسته.

ډوني په دې پاڼیو کې ۱۹۳ منډې وکړې، چې په دوه پاڼیو کې یې ۱۳۸ ناسوځېدلې منډې شاملې دي، یعنې یو ځل په ۵۱ او بل ځل په ۸۷ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

ډوني ۲۰۱۹ کال په ځلېدو سره پیل کړ او ویرات کولي بیا د هغه په صفت دا کال پرانېست.

ویرات کولي وویل چې ډوني د خپل هېواد لپاره ډېر څه کړي دي، هغه څه چې ډوني کولی شي بل څوک یې د کرکټ په برخه کې نه شي کولای.

مخکې د ډوني په اړه ویل کېدل، چې هغه باید استعفا وکړي؛ خو پاکستاني تقاعد شوي لوبغاړي؛ شاهد افریدي د ډوني ننګه کړې وه او هغه یې د هغه خپله خوښه بللې وه، چې استعفا ورکوي کنه.

ویرات کولي د یو کنفرانس په ترڅ کې ویلي، چې ټول خلک باید هغه ته اجازه ورکړي، چې له هندۍ لوبډلې سره همداسې مرستې ته دوام ورکړي.

ډوني د درې واړو یو ورځنیو لوبو غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې د هندوستان لېګ برېک بالر یوزوېندرا چهل ۶ وېکټې واخېستې.

اسټرالیا ته د هندوستان سفر د سیریز په بري پای ته ورسېد.

هندۍ لوبډله د جنورۍ په ۲۳ مه نېټه د استرالیا ګاونډي هېواد نیوزیلېنډ سره د لوبو لړۍ پیلوي، په دې لوبلړۍ کې پنځه یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې شاملې دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 329 تاريخ : شنبه 29 دی 1397 ساعت: 15:08