هغه ښځې چې د نړۍ تر ټولو ښکلې سترګې خدای ورکړي

ساخت وبلاگ

ژباړه: بشر دروېش

په دې کیدای شي راسره همغږي اوسئ، چې د نړۍ په کچه تر ټولو ښکلې سترګې د هالیووډ او نورو ښځینه سینماګرانو په نصیب شوي.
خو دوی څوک دي؟
په دې مطلب کې د نړۍ ۱۰ هغه ښځې در پېژنو، چې د تر ټولو ښکلو سترګو خاوندانې ګڼل شوي،
البته دا نوملړ له وروستنۍ ښځې پیلیږي او د آخرې خوا نه مقام لرونکې در پېژنو:

۱۰- شارلیز ترون (Charlize Theron)


شارلیز ترون په جنوبي افریقا کې زیږیدلې. هغه مشهوره موډله او سینماګره ده.
شارلیز د نویمې لسیزې په وروستیو کې له امریکایي فلم جوړونکو سره کار پیل کړ. د دې Monster فلم د اسکار معتبره فلمي جایزه ګټلې.
دا خوږ سترګې سینماګره د یادې جایزې لومړنۍ ښځینه ګټونکې ده.

۹- میلا یوویچ (Mila Jovovich)


میلا اوکراینۍ – امریکایي موزیک غږونکې، موډله او د لباسونو طراح کوونکې ده.
هغې په یو شمېر فلمونو کې هم کار کړی. د ښایسته سترګو لپاره یې د ډېر پام وړ ده.

۸- سلینا جایتلي (Celina Jaitly)


دا مشهوره هندي سینماګره د بالیووډ په فلمونو کې ډېره لوبیدلې.
هغې د موډلینګ برخه کې هم فعالیت کړی. په ۲۰۰۱ دغې سینماګرې د هند د تر ټولو ښایسته ښځې جایزه هم ګټلې.
سلینا اسیایي ښایست او ښایسته یاقوتي سترګې لري.
ویل شوي، چې دا ښایست ورته له کشمیري نیکونو په میراث پاتې دی.

۷- کریستن کروک (Kristen Kreuk)


دا کاناډایي ښکلې هم سینمایي لوبغاړې ده او هم د یوې تولیدي کمپنۍ اجرایه مدیره.
هغه د هنري فعالیتونو ترڅنګ پخپلو ښایسته سترګو زیاته مشهوره ده.

۶- گادا دی لورنتیس (Giada De Laurentiis)


گادا پاملا دي هم مشهوره اشپزه ده، هم لیکواله او هم تلویزوني ویانده.
دا د تابعیت له مخې ایټالوي – امریکایي ده او ښاییسته سترګو خاص شهرت ورکړی.

۵- الیزابت تیلور (Elizabeth Taylor)


دا برتانوي- امریکایي لوبغاړې د ښه هنر ترڅنګ په ښو سترګو د اسکار جایزې په ګټلو بریالۍ شوې.ږ

۴- کریستن استوارت (Kristen Stewart)


دا مشهوره امریکایي سینماګره د ښه هنر ترڅنګ خوږې او آرامې سترګې لري.
دا سترګې په شاعرانه اصطلاح مړې او خورا جذبونکې دي.

۳- مگان فاکس (Megan Fox)


دا امریکایي موډله نه یوازې دا چې جذبونکې آبی سترګې لري؛ بلکې نوره هم جذابه ښځه ده.
د دې زوی هم د خپلې مور په شان سترګې لري.

۲- انجلینا جولي (Angelina Jolie)


دا مشهوره امریکایي سینماګره یو ځل د اسکار،درې ځلې د ګلډن ګلوب او دوه ځلې د سینماګرانو د ټولنې په جایزه ګټلو بریالۍ شوې.
دا هنرمنده د ښه هنر ترڅنګ په ښو سترګو هم زیاته مشهوره ده.

۱-آیشواریا رای (Aishwarya Rai)


دا مشهوره هندي سینماګره چې لومړی یې خپل کار د موډلې په توګه پیل کړی و، په ۱۹۹۴ کې یې د نړۍ د تر ټولو ښایسته نجلۍ جایزه وګټله.
دا د نړۍ د ترټولو اول مقام ښایسته سترګو څښتنه ګڼل شوې. Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 521 تاريخ : شنبه 29 دی 1397 ساعت: 15:08