د مور زده کړې د زامنو په بريا کومې اغېزې لري؟

ساخت وبلاگ

ژباړه: عمران لمر

مور او پلار د خپل بچيانو په ښوونه او ورزنه کې مهم او برخليک جوړوونکی رول سرته رسوي.
زمونږ په ټولنه کې تر ډېره پلرونه د بهر کار کوي او د ماشومانو روزنه او پالنه د ميندو په غاړه وي او ميندې په دې دليل چې د پلرونو په نسبت ډېر وخت په کور کې او د خپلو بچيانو په څنګ کې وي؛ نو د پلرونو په نسبت ډېر رول لوبوي.

د ماشوم په بريا کې د مور رول
پوهان وايي چې د ماشوم لپاره د هغه لومړنی ښوونځی د هغه د مور غېږ ده؛ څرنګه چې ماشوم د لومړي ځل لپاره د هغه د مور له خوا روزل کېږي؛ نو څومره چې مور لوستې وي؛ په هماغه اندازه به د ماشوم ښوونه او روزنه هم ښه تر سره شي.

د ميشيګان پوهنتون څېړنې ښيي چې د ميندو زده کړې د زامنو په بريا او همدارنګه د پوهنتوني درجې په لاسته راوړلو کې مهم رول لري.

لوستې مور نه يواځې د درسونو زده کولو ته د زامنو په هڅونو کې ډېر رول لري؛ بلکې کولای شي د مختلفو درسونو زده کول خپل بچيانو ته آسانه کړي.

د میشيګان پوهنتون د تحقيقاتي ټيم يوه غړې ارواپوهه ساندرا تانګ په دې اړه وايي چې: په دې څېړنه کې مونږ بېلابېل ماشومان تر څېړنې لاندې ونيول.

هغه ماشومان چې لوستې ميندې يې درلودې د رياضي او متن لوستو کې د نورو په نسبت ډېر بريالي و او د هغه ماشومانو په نسبت چې ميندو يې لوست نه و کړی؛ په لوړه درجه کې و.

کله چې يوه لوستې مور اولاد زېږوي؛ نو د هغه سمه پالنه، ساتنه او روزنه کوي؛ کله چې هغه رالوئيږي او ښوونځي ته ځي؛ نو مور يې د درسونو په زده کولو او تکرارولو کې ورسره مرسته کوي.

همدارنګه د لوستي او نالوستې د سلوکو تر منځ هم لوی تفاوت موجود وي چې دا هم د ماشومانو په روزنه کې مهم ټکی دی.

له بله اړخه هغه ماشومان چې ميندې يې د دوی دنيا ته له راتګ وروسته خپلو زده کړو ته ادامه ورکوي د هغو ماشومانو په نسبت چې ميندو يې پخوا زده کړې سرته رسولي دي؛ ډېر بريالي دي.
ځکه هغوی د خپلو ميندو د کوښښ او هڅې په ليدو زده کړو ته هڅېږي او ښه انګېزه پيدا کوي.

همدارنګه لوستې ميندې کولای شي په ښه ډول د خپل اولاد روزنه وکړي او همدارنګه د خپل خاوند د حقوقو د ښه پر ځای کولو له وجې يې کورنی ژوند هم ښه وي.

کله چې په کورني ژوند کې ستونزې او لانجې وي؛ نو دا د ماشومانو په ذهن او راتلونکې بده اغېزه کوي.

څېړنې دا هم ښودلې ده چې په ګډ ژوند کې هم د مېرمنې د لوست کچه ډېر رول لري او د لوستې ښځې او خاوند تر منځ ستونزې او ټکرونه ډېر کم رامنځته کېږي؛ چې دا هم د ماشومانو په راتلونکي مهم اغېز لري.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 276 تاريخ : شنبه 29 دی 1397 ساعت: 15:08