که د خپل فیسبوک د (User Name) او (Password) خوندي کول غواړئ، نو داسې وکړئ

ساخت وبلاگ

ژباړه: سیداغا حیران

د فېسبوک کارن لپاره په زړه پورې معلومات؛ په اوسني وخت کې د نورو اپلیکیشنو په نسبت تر ټولو زیات د فېسبوک اپلیکیشن کارول کېږي؛ حتا تاسي هم تر ټولو زیات پرهمدې میډیا تم یاست.

د دې اپلیکیشن د لا ډاډمن امنیت لپاره مهمي برخې په نظر کې ونیسئ؛ ځکه، چې څوک ونه کړای شي چې ستاسي د فېسبوک کارن او پټ نوم باندې برلاسی شي. زه به درته دا وښیم، چې څنګه دغه فېسبوک کارن په امنیت کې وساتو، او ځان نور هم ډاډمن کړو، که چیرې ستاسي د فېسبوک کارن (User Name) او پټ نوم (Password) هم چاته په لاس ورشي او څوک یې ونه کاروي د دې کړنې لپاره لاندې برخې ترتیب کړئ:

لومړی: تاسي باید خپل فېسبوک پرانیزئ او عمومی برخه غوره کړئ لکه لاندې شکل انځور، چې درته ښکارې.

په پورتنې انځور کې ښې اړخ ته درې سرپه سر نښان درته ښکارې او د صحیح نښان یې هم تر څنګ دی.
په همدې تړونې به زور ورکړئ او لاندې شکل انځور به درته پرانستل شي.

په پورتنې انځور کې ښکتنۍ برخي ته نظر وکړئ او په Settings & Privacy تړونې باندې زور ورکړئ. کله مو چې دغه چاره ترسره کړه په درېم انځور کې لکه څنګه چې لاندې درته ښکارې.

په پورتنې انځور کې د Settings په تړونې زور ورکړئ. چې دغه چاره مو تر سره کړه بیا به په ښکتنې انځور نظر وکړئ.

په پورتنې انځور کې په Security and Login تړونې زور ورکړئ. چې دغه چاره مو هم ترسره کړه بیا به په ښکتني پنځم انځور نظر وکړئ.

په پورتنې انځور کې به په Get Alert about unrecognized تړوني زور ورکړئ.
د پورتنیو ټولو انځورونو په اخیر کې یعني شپږم نمبر انځور لکه څنګه چې لاندې درته ښکاري.

په پورتنې انځور کې درې مهمی نقطي دي، چې عبارت دې له Notification, Messenger او Email برخې په دې هر یو تړونې زور ورکړئ او تړوني له Off څخه On حالت ته راولۍ؛ کله مو چې دغه کړنه ترسره کړه تاسي ته به یو پیغام راشي لکه لاندې شکل.

نو له دي ټولو کړنو وروسته اوس چې تاسي فېسبوک په کوم بل Devices یا مبایل کې پرانیزئ او تاسي چې په کوم نمبر یا ایمیل فېسبوک جوړ کړي هغي نمبر یا ایمیل ته به یو شپږ رقمی عدد راځې نو هغه عدد ستاسي لپاره ډېر اړین دي، تر څو د فېسبوک پرانستلو په وخت کې هغه عدد له تاسي څخه غوښتونکی دی تر څو خپل فېسبوک اکونټ پرانیزئ، پرته له هغه شپږ رقمي عدد چې ستاسی مبایل نمبر یا ایمیل ته درغلی نشئ خلاصولي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 305 تاريخ : شنبه 22 دی 1397 ساعت: 3:13

خبرنامه