مارټېن ګوپټېل، د نیوزیلېنډ بریدګر توپ وهونکی

ساخت وبلاگ

د کرکټ په نړۍ کې ډېری خطرناک لوبغاړي تېر شوي او لابه راروان وی، د ویسټ انډیز برېن لارا، د هندوستان سچېن ټېنډولکر، د اسټرالیا برېټ لي، د سهیلي افریقا ای بي ډیویلېئرس او داسې نور؛ خو د دغو لوبغاړو په منځ یو بل برید کوونکی توپ وهونکی هم شته، چې لوبه یې خورا زړه وره او له لاسته راوړنو ډکه ده؛ دا لوبغاړی د نیوزیلېنډ پیلوونکی او برید کوونکی توپ وهونکی مارټېن ګوپټېل دی.

مارټېن ګوپټېل د نیوزیلېنډ لپاره په لوبوکې پیل ته راځي او اوپننګ کوي، نوموړی په لومړي توپ په توپ وهونکي حمله کوي، توپ یې د شپږیزې او یا هم څلوریزې لپاره بیرون کوي.

ګوپټېل په ۲۰۱۶ م کال کې د هندوستان په غوره سپېن توپ اچوونکي ریوي چندرن اشوېن د شپږیزې ګوزار وکړ او توپ یې د مخامخ پولې بیرون کړ، له دې وروسته یې دوهم توپ هم د له پولې بیرون کړ، چې د هندوستان لوبغاړي خورا حیران کړل.

نوموړي سره کله، کله بخت یاري وکړي او بیا داسې توپ وهنه کوي، چې توپ اچوونکي یې په سوځولو نه پوهېږي.

ده د جنوري په ۳ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ په سریلانکایي توپ اچوونکو په لومړۍ یو ورخنۍ لوبه کې سرونه وګرځول؛ هغه په ۱۳۹ توپونو د ۵ شپږیزو او ۱۱ څلوریزو په ملتیا ۱۳۸ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

د مارټېن ګوپټېل پېژندنه
د مارټېن ګوپټېل بشپړ نوم مارټېن جېمز ګوپټېل دی، په ۱۹۸۶ م کال کې د ډېسمبر په ۳۰ مه نېټه د نیوزیلېنډ په اکلېنډ سیمه کې زېږېدلی دی.

نوموړی په شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبوکې د نیوزیلېنډ لپاره پیل یا اوپننګ ته راځي.

مارټېن ګوپټېل یو اعشاریه ۸۸ متره قد لري، واده یې کړی دی او مېرمن یې د راډیو، تلویزیون او لایف خپرونو پروډیوسره ده.

مارټېن ګوپټېل له خپلې اوسنۍ مېرمنې لاورا مک ګولډرېک سره د ۲۰۱۴ م کال د سپټمبر په ۱۳ مه نېټه د نیوزیلېنډ په اکلېنډ سیمه کې واده وکړ.
اوس یوه لور لري، چې هارلي لویس ګوپټېل نومېږي.

د ګوپټېل لوبې او منډې
ګوپټېل ۴۷ ټېسټ لوبې کړي، چې ۲۵۸۶ منډې یې پکې جوړې کړي دي، یوه لوبه کې یې ۱۸۹ لوړې منډې دي.
د ټېسټ لوبو پیل یې په ۲۰۰۹ م کال کې د هندوستان خلاف په سېډن پارک سیمه کې کړی دی، وروستۍ ټېسټ لوبه یې هم د هندوستان پر وړاندې په ۲۰۱۶ م کال کې کړې ده.

یو ورځنۍ لوبې
۱۶۰ یو ورځنیو لوبو کې یې برخه اخېستې، چې ټولې یې پکې ۶ زره ۱۱۴ منډې کړي دي، یوه لوبه کې یې ۲۳۷ لوړې منډې دي، دغه منډې نوموړي ۲۰۱۵ کال نړیوال جام کې وکړې.
د یو ورځنیو لوبو پیل یې په ۲۰۰۹ م کال کې د ویسټ انډیز خلاف کړی دی او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې د ۲۰۱۹ د جنوري په دریمه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړه، چې ۱۳۸ منډې یې پکې وکړې او د لوبې د کار لوبغاړی هم وپېژندل شو.
نوموړی د ۱۶۳ هغو لوبغاړو په نوملړ کې هم شامل دی، چې د یو ورځنیو لوبو په نړیوالو جامونوکې یې سلیزې وهلي دي.

د ګوپټیل میرمن لورا مک ګولدریک

شل اوریزې لوبې
۷۵ شل اوریزو لوبوکې یې ۲۲۷۱ منډې کړي دي، یوه لوبه کې یې ۱۰۵ لوړې منډې دي.

لومړۍ شل اوریزه لوبه یې د ۲۰۰۹ م کال د فبروري په ۱۵ مه نېټه له اسټرالیا سره وکړه او وروستۍ شل اوریزه لوبه یې په ۲۰۱۸ م کال کې له اسټرالیا سره ترسره کړې ده.

۲۰۱۶ کال کې آې پي ایل لوبو کې پنجاب لوبډلې واخېست او ۲۰۱۷ کال کې هم ولوبېد.

ټېسټ لوبوکې یې ۱۷ پنځوسیزې او ۳ سلیزې وهلي دي، ۳۲۶ یې څلوریزې او ۲۳ یې شپږیزې وهلي دي.

په یو ورځنیو لوبوکې یې ۱۴ سلیزې وهلي، یو ځل یې دوه سوه منډې کړي، ۳۴ یې پنځوسیزې وهلي، ۶۲۴ یې څلوریزې او ۱۵۳ یې شپږیزې جوړې کړي دي.

شل اوریزو لوبوکې یې دوه سلیزې، ۱۴ پنځوسیزې، ۲۰۱ څلوریزې او ۱۰۳ یې شپږیزې وهلي دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 242 تاريخ : چهارشنبه 19 دی 1397 ساعت: 20:52