افغان لوبډلې د ښو لوبو له امله بنګله دېش او سریلانکا ته سرخوږی جوړ کړ

ساخت وبلاگ

د کرکټ نړیوالې شورا د سه شنبې په ورځ د جنوري په لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې   بنګله   دېش او   سریلانکا   به د ۲۰۲۰ م کال شل اوریز جام ته کوالیفای یا ارتقا کوي.

۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریز جام ته اته لوبډلو په مستقیم ډول کوالیفای کړې، چې   افغان  ستان هم پکې شامل دی.

افغانستان، اسټرالیا، پآکستان، هندوستان، انګلستان، سهیلي افریقا، نیوزیلېنډ او ویسټ انډیز هغه   لوبډلې   دي، چې په مستقیم ډول د ۲۰۲۰ م کال په شل اوریز جام کې لوبېږي.

سریلانکا او بنګله دېش به په ګروپي ډول د نورو لوبډلو سره لوبې کوي او بیا به د غوراوي   لوبو   وروسته د ښو لوبو کولو له   امله   کوالیفای کوي.

د سریلانکا او بنګله دېش لوبډلو په ګډون به اته لوبډلې ګروپي لوبې کوي او نړیوال جام ته به ارتقا لپاره هلې ځلې کوي.

د سریلانکایي لوبډلې لوبډلمشر لېسېت ملېنګا په دې خواشیني ښکاره کړې، چې لوبډله یې په ۱۲ غوره لوبډلو کې نه ده راغلی؛ خو بنګله دېشي شکېب الحسن بیا ویلي، زمونږ لوبډلې کولای شي، چې په اسانۍ سره لار ومومي.

شکېب الحسن ویلي، زه داسې کوم خنډ نه وینم، چې زمونږ لوبډله به د ۲۰۲۰ نړیوال جام کوالیفای څخه پاتې شي.

شکېب ویلي، مونږ له ویسټ انډیز څخه د درې شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله او مونږ بیا هم مخکې تګ ونه کړ.

افغان لوبډلې په ۲۰۱۸ کال کې بنګله دېش ته په درې شل اوریزو لوبوکې درې د صفر پر وړاندې ماته ورکړې وه.

افغان لوبډله او نړیوال جام ته د تګ دلیل
افغان لوبډلې په ۲۰۱۸ م کال کې ۷ شل اوریزې لوبې کړي، چې اووه واړه یې ګټلي دي.
دوهم دلیل دا دی، چې افغان لوبډله له لومړي سره په اتم مقام کې وه او خپل دا مقام یې وساته؛ نو اوس اته لوبډلې په مستقیم ډول نړیوال جام ته لاړې، چې افغان لوبډله هم پکې ده.
بل دا چې افغان لوبډله نن سبا د شل اوریزو لوبو خورا ښه لوبغاړي لري او کولای شي، چې ښې لوبډلې وننګوي.

د ۲۰۲۰ م کال شل اوریز جام غوراوي سیالۍ
د غوراوي جام سیالیو کې افغانستان نشته، ځکه افغان لوبډله په مستقیم ډول شل اوریز جام ته وتلې.
د غوراوي سیالیو لپاره تر اوسه دقیقه نېټه نه ده جوته شوې؛ خو ویکي پېډیا د کرکټ نړیوالې شورا له قوله ورته د ۲۰۱۹ م کال اکټوبر میاشت مشخصه کړې ده.

دغو سیالیوکې د سریلانکا او بنګله دېش په ګډون لس لوبډلې لوبېږي، چې څلور لوبډلې به نړیوال جام ته لار مومي.

بنګله دېش، سریلانکا، عمان، عربي متحده عربي امارات، نېپال، سکاټلېنډ، ایرلېنډ، نېدرلېنډ، زِمبابوې او هانکانګ هغه لوبډلې دي، چې د نړیوال جام لپاره به په غوراوي جام کې هلې ځلې کوي.
نړیوال شل اوریز جام کې به ټولې ۱۲ لوبډلې ولوبېږي، چې افغانستان هم پکې شامل دی.

۲۰۲۰ م کال نړیوال جام او کوربانه هېوادونه
دا جام د ۲۰۲۰ م کال د اکټوبر په ۸ مه نېټه په اسټرالیا کې ترسره کېږي، داسې ویل کېږي، چې نیوزیلېنډبه هم ورسره په کوربتوب کې مرسته وکړي؛ لکه څنګه چې ۲۰۱۵ م کال پنځوس اوریز نړیوال جام ترسره شو.
دا جام به د نومبر په ۱۵ مه نېټه پای ته ورسېږي.

۲۰۱۶ م کال کې د شل اوریز جام اتلولي ویسټ انډیز ګټلې او ۲۰۲۰ کال کې به له خپلې اتلولۍ دفاع لپاره رادانګي. شل اوریز جام ۲۰۱۷ ، ۱۸ او ۱۹ کلونوکې د مالي ستونزو له امله ترسره نه شو او نه ترسره کېږي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 332 تاريخ : شنبه 15 دی 1397 ساعت: 11:27