د مثبت او منفي اشخاصو ځيني توپيرونه

ساخت وبلاگ

ژباړه: محمد عزيز پردېس

ښايي په ډېری کتابونو، مقالو، ويډيو کليپونو… کې مو د   مثبت   فکر او مثبت شخص په اړه ډېر څه اورېدلي وي او همدارنګه د   منفي   فکر او منفي شخص په اړه هم، خو دا مثبت او منفي اصلاً څه ته وايي؟ ځانګړنې يې څه دي؟
په دې لنډه ليکنه کې به د مثبت او منفي شخص ځانګړنې تاسو ته په لنډو ټکو بيان شي.
مثبت فکر يانې يوڅه ته له ښه اړخ نه کتل، ښه باور لرل، خوشبيني، هيله مندي او ګټور اړخ باندې يې فکر کولو ته وايي.

د مهربانۍ له مخې مثبت واوسئ …

مثبت کس د تل لپاره برنامه لري.
منفي کس تل بهانې لټوي.

مثبت کس تل د ځوابونو يوه برخه وي.
منفي کس تل د ستونزو يوه برخه وي.

مثبت کس تل د هر کاڼي ترڅنګ، شين بوټی ويني.
منفي کس تل د هر شين بوټي ترڅنګ، کاڼی ويني.

مثبت کس د هرې ستونزې لپاره حل لاره مومي.
منفي کس د هرې حل لارې لپاره ستونزه پيدا کوي.

مثبت کس تل د دوستۍ په ډېرولو کې هڅه کوي.
منفي کس تل د دښمنيو په ډېرولو کې هڅانده وي.

مثبت کس وايي: اجازه راکړه، دا کار شونی دی.
منفي کس وايي: دا کار ناشونی دی او زه يې نشم کولی.

مثبت کس تل د صبر او زغم سره د ستونزو پر وړاندې مبارزه کوي.
منفي کس تل په قهر او غوسې سره ستونزې ډېروي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 279 تاريخ : شنبه 15 دی 1397 ساعت: 11:27