هندوستان کې خلک خپلو کې د دوو ښځو واده غوسه کړې دي

ساخت وبلاگ

د   هندوستان   په همیرپور کې دوه د پوهنتون ټولګیوالې چې له شپږو کلونو څخه يو په بل میئنې وې، خپل میړونه پریښې او یو بل سره يې   واده   کړی.

دې جوړې چې نه يې غوښتل نوم او عکسونه يې خپاره شي، هندي رسنیو ته ویلي، چې د میړونو سره يې واده ددوې په رضایت نه و. دوې دواړه د پوهنتون له وخته په یوې بلې عاشقې وې او اوس دواړو له   خپلو   میړونو طلاق اخیستی او یو بل ته واده شوي دي.

تیر سيپټمبر د هندوستان سترې محکې همجنس بازۍ ته جواز ورکړ، خو د هندوستان اساسي قانون اوس هم د همجنس بازۍ د جواز په اړه څرګنده ماده نه لري.

هندوستان کې د وادونو د ثبت مرکز ددې جوړې واده، نه دی ثبت کړی او ویلي يې دي، چې ددوې لپاره کومه قانوني نخسه وجود نلري، چې له مخې يې د همجنسو واده ثبت شي. اما باید هیره نشي، چې د همجنسو واده په هندوستان کې د محکمې د وروستي حکم په اساس کوم جرم نه دی.

دا دواړه میرمنې چې یوه يې ۲۴ کلنه او بله يې ۲۶ کلنه ده وايي، کله يې چې کورنۍ ددوې په عاشقۍ خبرې شوې، دواړه يې له یو بل څخه بیلې کړې او په زور يې له نارینو سره واده کړې. خو دوې یو بل هیر نه کړل او شپږ کاله وروسته دادې یو بل ته ورسیدې.

په هندوستان کې لیزبین (د نجونو همجنس بازي) د شرم او سپکاوي ډک عمل بلل کیږي. کورنۍ دا کار د ځان او خپل کلتور توهین بولي.

دا ډول نجونې زیات وخت په مرموز ډول وژل کیږي او یا هم ځان وژنه کوي.

هندوستان کې تر تیر سیپټمبر پورې همجنس ګرايي جرم و او مرتکبینو ته يې تر ۱۰ کلونو پورې د بند سزا ورکول کیده. خو د هندوستان سترې محکمې د همجنس ګراو د پرله پسې غوښتنو په اساس همجنس ګرايي قانوني اعلان کړه.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 307 تاريخ : پنجشنبه 13 دی 1397 ساعت: 22:51