۲۰۱۸ او نړیوال سیاست؛ دا بدلونونه د ډېر پام وړ وو

ساخت وبلاگ

ژباړه: بشر دروېش

پوتین بیا ولسمشر شو

د   ۲۰۱۸   د مارچ په ۱۸ مه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۷۶،۶۷ سلنه رایو په ګټلو سره ولسمشر شو.

دا څلورم ځل دی، چې پوتین ولسمشر کیږي.

پوتین د ولسمشریزو سیالیو له ګټلو سره تر ۶ کلونو د نړۍ د یوه لوی قدرت واک به لاس کې واخیست.

پوتین هم د خپل فردي موثریت او هم د روسیې د مهم والي له کبله د تېر میلادي کال له مهمو مسئلو څخه ګڼل شوی.

ټرمپ او کیم جونګ اون سره ولیدل

په ۲۰۱۸ کې د امریکا متحده ایالاتو او د شمالي کوریا سرزورو مشرانو د دواړو هېوادونو تر اوږدو ناندریو وروسته سره ولیدل.

دا ناندرۍ، چې د شمالي کوریا د اټومي پروګرام پر سر پيل شوي، په ناڅاپي ډول د عادي کیدو پر لور یې هڅې پيل شوې.

امریکایي ولسمشر له دغې لیدنې سره هم مهاله د شمالي کوریا مخالف ګاونډي جنوبي کوریا سره پلان کړي ګډ پوځي تمرینات هم لغوه کړل.

بریتانیا له اروپايي ټولنې د وتلو پریکړه وکړه

د ۲۰۱۸ د نومبر په وروستیو کې برتانیه د اروپایي ټولنې له اډانې څخه رسماً ووته.

د اروپایي ټولنې ۲۷ غړو هېوادونو هم دغه پریکړه تایید کړه.

دا کار په برتانیه کې د ایتلافي حکومت د ټکني کیدو او ترې د یو شمېر مخالفو وزیرانو او ګوندونو د وتو سبب شو.

قاشقجي ووژل شو

په انقره کې د سعودي عربستان د حکومت یو مشهور او حکومت ضد خبریال جمال قاشقجي د سعودي په سفارت کې ووژل شو.

هغه له ۲۰۰۷ څخه په امریکا کې اوسیده، د واشنګټن پوسټ خبریال و او د سعودي شاهي رژیم یې سخت نقدوه.

د نوموړي مرګ په   نړیوال  ه کچه د سعودي خلاف توند غبرګونونه وپارول.

امریکا د کډوالو هوکړه لیک ونه مانه

د ملګرو ملتونو په محوریت د کډوالو د حقونو د تامین لپاره له جوړشوي هوکړه لیک څخه د امریکا وتو نړیوال حیران کړل.

د دغه هېواد ولسمشر ټرمپ، چې د ټاکنیزو شعارونو پر وخت یې لا د کډوالو خلاف د سختو دریځونو وعده کړه، دا هوکړه لیک ونه مانه.

له دې سره پر امریکا تور پورې شو،چې بشري او انساني حقونو ته هغسې چې دعوه یې کوي، ژمنه نه ده.

ترټولو پياوړې ښځه ماته شوه

د المان صدراعظمه انګیلا میرکل، چې د نړۍ تر ټولو پياوړې ښځه ګڼل کیده، په وروستیو پارلماني ټاکنو کې یې ګوند ماتې وخوړه.

میرکل د ګوند مشري له لاسه ورکړه او له دې سره یې اعلان کړه، چې نور به له سیاسته هم لاس په سرشي.

د مېرمن میرکل د صدراعظمۍ دوره په ۲۰۲۲ کې پای ته رسیږي.

کاسټرو نوي نسل ته واک ورکړ

د کیوبا د کمونیستي هېواد رهبر رائول کاسټرو نوي نسل ته زیات اجرایه واکونه پریښودل.

هغه داژمنه څو کاله مخکې کړې وه، خو سږ کال یې د تطبیق لپاره امادګي وښوده.

خو هغه ویلي، چې کمونیست ګوند به تر ۲۰۲۱ پورې رهبري کوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 263 تاريخ : پنجشنبه 13 دی 1397 ساعت: 22:51