ولسمشر غني او د امريکا لوى درستيز د سولې په اړه خبرې وکړې

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک ١٣ مرغومى ٩٧):   ولسمشر   غني او د   امريکا   لوى   درستيز   په کابل کې د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت د   سولې   پروسې او څو نورو مسايلو باندې   خبرې   کړې دي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

د امريکا متحده ايالاتو لوى درستيز جنرال مارک مایلي، نن کابل ته رارسېدلى دى.

سرچينه کاږي، ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا متحدو ایالتونو لوی درستیز جنرال مارک مایلي چې د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، نن مازیګر په ګلخانې ماڼۍ کې خپل حضور ته ومانه.

سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د ستراتېژۍ د مثبت تاثیر، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او پر خپل ځان د بسیاینې په خاطر د افغانستان د پلانونو په اړه بحث او خبرې   وکړې  .

ولسمشر غني په دې کتنه کې ویلي، افغان حکومت د اصلاحاتو په اړه لازمې برنامې لري او پر مثبت لوري د حرکت په حال کې دی.

نوموړى لوړپوړى امريکايي چارواکى په داسې حال کې کابل ته راغلى چې نن د افغانستان حکومت د شوروي پر ضد د جهاد په تړاو د امريکا د ولسمشر ټرمپ پر څرګندونو له دې هېواد څخه سپیناوی وغوښت.

ټرمپ تېره ورځ له روسيې، هند او پاکستانه وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو او نورو ترهګرو پر ضد وجنګېږي او زياته کړې يې ده چې روسيه پخوا شوروي اتحاد و، خو د افغانستان جګړې ترې روسيه جوړه کړه او دې جګړې يې اقتصاد له منځه يووړ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 237 تاريخ : پنجشنبه 13 دی 1397 ساعت: 22:51

خبرنامه