د خوب دا شپږ ډولونه ستاسې شخصيت څرګندوي

ساخت وبلاگ

ليکوال: دنيل کېش
ژباړه: عمران لمر

ويدېدل د طبيعت يوه حيرانوونکې دنده ده چې د ناروغيو په وړاندې د وجود دفاعي سيسټم تازه کوي، همدارنګه زمونږ د وجود عصبي، اسکليټي او عضلاتي سيستمونو په ساتلو کې هم مرسته کوي.
کله چې څراغونه مړه شي؛ نو کوم ډول ويدېدل زمونږ د روغتيا او   شخصيت   سره اړيکه لري؟

د ويده کېدو د ارزيابۍ او مشورتي خدمتونو مسئول پروفيسور کرېش ايدزي کاوسکي په دې تړاو په زرو کسانو يوه څېړنه کړې ده او شپږ ډېر مروج د خوب   ډولونه   يې تحليل کړي دي.
دې څېړنې ځينې په زړه پورې نتيجې موندلې دي چې دلته يې له تاسې سره شريکوو:

۱- په يو اړخ راټول ويده کېدل
دا تر ټولو ډېر مروج د ويده کېدو ډول دی، په دې حالت کې شخص په يو اړخ د حلقې په شکل ويده کېږي.
په ياده څېړنه کې ۴۱ سلنه خلکو داسې ويده کېدل غوره ګڼل.
د شخصيت ډول او روغتيايي آغېزې
دا ډول ويده کېدونکی ظاهراً سخت او جدي وي؛ خو نرم او حساس زړه لري.
هغه خلک چې داسې ويده کېږي؛ ممکن د صميميت د اظهار لپاره لږ وخت ونيسي؛ مګر کله يې چې ثابت کړي، بيا ځان ډېر آرام احساسوي.
که   ستاسې   خوښېږي چې داسې ويده شئ؛ نو هڅه وکړئ چې په ښي اړخ ويده شئ.
ځکه په چپ اړخ ويده کېدل ستاسې په ځيګر، معده او سږو فشار راولي.

۲- پړ مخې ويده کېدل
په دې حالت کې معده مو لاندې وي، لاسونه مو په بالښت وي او سر مو په يو اړخ ايښی وي.
د شخصيت ډول او روغتيايي اغېزې
دا ډول خلک تر ډېره د څرګند شخصيت درلودونکي دي؛ که څه هم دا ډول خلک ممکن په بيرون کې بې پروا او خود باوره ښکاري؛ مګر په ډېرو کوچنيو خبرو هم خفه کېدلی شي.
داسې ويده کېدل د هاضمي سيستم لپاره ګټور دي.

۳- په يو اړخ سيده ويده کېدل
په دې حالت کې شخص په يو اړخ سيده ويده کېږي او لاسونه يې هم په يو طرف سيده غځېدلې وي.
د شخصيت ډول او روغتيايي آغېزې
هغه خلک چې داسې ويده کېدل خوښوي؛ تر ډېره قناعت کوونکي وي؛ له حده زيات باور کوونکي وي او دا ممکن دوی د پرمختګ په لور رهي کړي.
دا ډول ويدېدل د ملا د فقرو لپاره ښه دي او د ملا درد هم کموي.

۴- په يو اړخ کوږ ويده کېدل
په دې حالت کې شخص په يو اړخ لږ کوږ ويدېږي او لاسونه يې د بدن مخامخ غځولي وي.
د شخصيت ډول او روغتيايي اغېزې
دا ډول خلک تر ډېره خوښوي چې نوي شيان تجربه کړي؛ مګر هوښيار او غير قاطع هم کېدلای شي.
کله چې دوی يوه پرېکړه وکړي؛ نو چې هر څنګه کېږي، بيا ورپورې نښلي.
دا ډول ويده کېدل د معدې د تېزابو د جريان په مخنيوي کې مرسته کوي او د آرام خوب سبب ګرځي.

۵- مخامخ يا ستون ستاغ ويدېدل
په دې حالت کې شخص ستون ستاغ مخامخ څملي او لاسونه يې هم سيده غځېدلي وي.
د شخصيت ډول او روغتيايي آغېزې
هغه خلک چې دا ډول ويده کېدل خوښوي، قوي او خاموش شخصيت لري.
دوی هم خپل ځان او هم نور د ژوند لوړو پوړيو ته وړلی شي.
دا ډول ويده کېدل په خوب کې د خرهاري او نا آرامۍ سبب کېږي.

۶- ستون ستاغ ګډوډ ويده کېدل
په دې ډول ويده کېدلو کې شخص ستون ستاغ پروت وي او دواړه لاسونه يې پورته او دپښو تر منځ يې فاصله زياته وي.
د شخصيت ډول او روغتيايي اغېزې
که ستاسې داسې ويده کېدل خوښېږي؛ نو تاسې ښه اورېدونکي او د ملګرتيا غځولو کې بريالي يئ.
دا ډول خلک تر ډېره نه خوښوي چې د خلکو د پاملرنې مرکز وګرځي.
دا ډول ويده کېدل هم په خوب کې د خرهاري او د تنفسي ستونزو سبب ګرځي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 239 تاريخ : دوشنبه 10 دی 1397 ساعت: 14:33

خبرنامه